د هرات د جبرییل سیمې سرچینې وایي چې د دې سیمې د مرکزي برخو پر ځینو ځمکو د یوه کس د ملکیت له ادعا وروسته طالبانو شاوخوا ۱۰۰ دوکانونه تړلي دي. سرچینې وایي چې طالبانو د دې دعوې په تړاو درې کسان هم نیولي دي.
یوه سرچینه وایي چې د جبرییل د سرپټي بازار دوکانونه پرون، شنبه د وږي په ۱۴مه، تړل شوي او لا هم تړلي دي.
د سرچینو په وینا، د دغو دوکانونو د تړل کېدو لامل د سیمې د ځمکو پر سر د ملکیت دعوه ده.
یوه سرچینه وایي چې په دې وروستیو کې د «سید حبیب» په نوم یوه کس د جبرییل ښارګوټي د مرکزي برخو پر ځینو ځمکو د ملکیت ادعا کړې ده.
د سرچینې په وینا، سید حبیب د هرات د پخواني والي سید حسین انوري له نږدې کسانو څخه دی.
سرچینه زیاتوي چې نوموړي د جبرییل په مرکز کې پر شاوخوا ۵۰ جریبه ځمکه، چې د «شلوغبازار» سیمه هم پکې شامله ده، د ملکیت ادعا کړې ده.
د سرچینې په وینا، د ملکیت ادعا کوونکي کسان په دې وروستیو کې له طالبانو سره سیمې ته ورغلي وو او د سیمې اوسېدونکو ترې د ملکیت د اسنادو غوښتنه کړې وه، خو د طالبانو د ۱۳مې حوزې ځواکونو د جبرییل درې اوسېدونکي ونیول.
سرچینې د نیول شویو کسانو نومونه «محمدحسین حسیني»، «حاجي دیدار» او «صالحي» یاد کړي دي.
د سرچینو په وینا، دغه کسان له تېرې اوونۍ راهیسې د طالبانو په بند کې دي.
د دې ملکیتي دعوې په اړه تر اوسه کره معلومات نشته.
په هرات کې د طالبانو سیمهییزو چارواکو هم تر اوسه د دې موضوع په اړه څه نه دي ویلي.
