د طالبانو د پېښو پر وړاندې د مبارزې د چمتووالي ادارې ویلي چې په خوست ولایت کې د ماینپاکۍ ټیمونو ۱۲۰ توکي ناچاوده مهمات موندلي او خوندي کړي دي.
دې ادارې نن (سهشنبه، ۱۷ د وږي) په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې دغه مهمات د خوست ښار د لومړۍ امنیتي حوزې اړوند د «تختهبیګه» له سیمې څخه موندل شوي دي.
د خبرپاڼې له مخې، د «اومر» په نوم د ماینپاکۍ مؤسسې د عملیاتو پر مهال یو فیر راکټپيآرجي، ۲۰ فیره ۴۰ مليمتره مرمۍ، ۷۳ فیوزونه، ۱۲ بملیتونه او ۱۴ د رڼا مرمۍ موندل شوي او خوندي شوي دي.
د ملګرو ملتونو د راپورونو له مخې، لا هم د افغانستان له ۱۰۰ زره کیلومتره مربع څخه زیاته ځمکه په ناچاوده ماینونو ککړه ده. د څلورو لسیزو جګړو پاتې ماینونه او نور چاودېدونکي توکي هر کال د ګڼ شمېر ملکي وګړو د مرګژوبلې لامل کېږي.
د روان میلادي کال په لومړیو پنځو میاشتو کې یوازې ۱۷۵ ملکي وګړي د ناچاودو مهماتو په چاودنو کې وژل شوي یا ټپیان شوي دي چې ۷۵ سلنه یې ماشومان دي.
ماشومان ډېری وخت د لوبو پر مهال، د کورنیو د اقتصادي ستونزو له امله د زړو فلزاتو د راټولولو پر مهال، یا د ناچاودو مهماتو د لوبو له وسایلو سره د تېروتنې له امله د ماینونو او نورو چاودېدونکو توکو قرباني کېږي.
