د کندهار ښار یو شمېر اوسېدونکي وايي چې په دې وروستیو کې د طالبانو د امر بالمعروف او نهې عن المنکر محتسبین یو ځل بیا د ښار په بېلابېلو برخو کې د خلکو د ځورولو او نیولو لړۍ زیاته کړې ده.
د کندهار ښار د رنګریزان کوڅې یوه دوکاندار، چې د امنیتي ستونزو له امله نه غواړي نوم یې واخیستل شي وايي، چې له تېرې شاوخوا یوې اوونۍ راهیسې هره ورځ د امر بالمعروف محتسبین دې کوڅې ته ورځي او دوکانداران او پېرېدونکي په بېلابېلو پلمو دروي او نیسي.
هغه وویل: «د امربالمعروف محتسبین هره ورځ دلته راځي، دوکانداران او مشتریان نیسي، ځینې وخت یې ریاست ته له ځان سره وړي او یو یا دوه ساعته یې بندیانوي ځینې وخت یې دلته په یوه دوکان کې بندوي. کله د ږیرې خریلو پلمه کوي او کله ورته وايي چې پر ښځو توکي مه پلورئ.»
هممهاله، یو شمېر سرچینې وايي چې د امر بالمعروف او نهې عن المنکر محتسبین په تېره یوه اوونۍ کې د کندهار ښار په بېلابېلو برخو کې ډېر لیدل کېږي او ځوانان د «منکراتو» په نوم نیسي.
د دغو سرچینو په وینا، ځینې کسان څو ساعته او په ځینو مواردو کې تر څو ورځو پورې زنداني کېږي.
یوه سرچینه وايي چې د امر بالمعروف محتسبین د سهار او ماښام پر مهال د ښار په ګڼېګوڼې سیمو او امنیتي چکپواینټونو کې ولاړ وي او خلک د بېلابېلو محدودیتونو له امله دروي او پلټي.
د کندهار اوسېدونکي ادعا کوي چې د طالبانو د امر بالمعروف او نهې عن المنکر د محتسبینو د فعالیتونو له امله په وروستیو کې د خلکو پر ورځني ژوند محدودیتونه زیات شوي دي.
د کندهار ترڅنګ، د افغانستان له نورو برخو څخه هم وخت ناوخت د طالبانو د امر بالمعروف او نهې عن المنکر د محدودیتونو او د خلکو د نیولو په اړه شکایتونه خپرېږي.
