ننګرهار

خوږیاڼی: د ننګرهار محبس مدیر پر خپل ځای دی

اطلاعات روز: د ننګرهار والي ویاند عطاالله خوږياڼی وایي، د دې ولایت محبس مدیر چې ځينو رسنیو یې له یو بندي سره د تېښتې خبر خپور کړی و، دروغ او نوموړی په خپلې دندې دی.

ښاغلي خوږیاڼي نن (سه شنبه، ۷ د غویي) اطلاعات روز ته وویل، د محبس مدیر احمد شاکر قاضي زاده پر خپل ځای دی.

له دې وړاندې د ننګرهار د ولایتي شورا رییس احمد علي حضرت اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، چې د ننګرهار د محبس مدیر د قتل په جرم په ٢٥ کلونو بند محکوم شوى بندي خوشې کړى او ورسره يوځاى تښتېدلى دى.

د ښاغلي حضرت په وینا، چې له دې پېښې څخه تر خبرېدو وروسته پرون امنيتي ځواکونو د محبس پر مدیر احمد شاکر قاضي زاده چاپه ووهله، خو هغه له سيمې څخه تښتېدلى و.

هغه زياته کړې، نوموړي د قتل په جرم یو بندي چې په ٢٥ کلونو بند محکوم و، د رخصتۍ په نوم له محبس څخه ايستلى و او مقابل کې یې اویا زره ډالر اخیستي وو.

هغه زياته کړه، کله چې امنیتي ځواکونو د خوشې شوي بندي او د محبس د مدیر د نيولو هڅه کړې، نو د محبس مدیر او یاد بندي دواړه نامالوم لوري ته تښتېدلي دي.

احمدعلي زیاتوي: «هو د محبس مدیر او یو بندي چې ده یې ضمانت کړی و او له بنده ازاد شوی نو بندي حاضر شوی نه دی او  دواړه نامالوم لوري ته تښتیدلي دي، ویل کیږي چې د محبس مدیر له خوشي شوي بندي پېسې هم اخیستي.»

اخوا بیا د ننګرهار محبس مدیر بیا اطلاعات روز سره خبرو کې د ښاغلي حضرت علي تورونه رد او زیاته یې کړه چې نوموړی غواړي دی بدنام کړي.

احمد شاکر قاضي زاده زیاته کړه، دی په دنده دی او بندي شوي تن باندې ۲۵ کاله بند اووښتی او په وینا یې چې حق لري په کال کې ۲۰ ورځې په ضمانت رخصت وکړي.