د طالبانو د دفاع وزارت یو پلاوی د بیجینګ په دیارلسمه امنیتي غونډه، چې د «شیانګشان فورم» په نوم هم یادېږي، د ګډون لپاره چین ته سفر کړی دی.
د طالبانو د دفاع وزارت لوی مفتش لطیفالله حکیمي نن (شنبه، د وږي ۲۱مه) پر اېکس ټولنیزې شبکې په یوه خپاره کړي پیغام کې ویلي چې دی د دغه پلاوي مشري کوي.
ټاکل شوې چې د طالبانو استازي د شیانګشان فورم په غونډه کې ګډون او وینا وکړي او له بېلابېلو هېوادونو د راغلو پلاوو سره هم لیدنې او خبرې اترې ترسره کړي.
د شیانګشان دیارلسم فورم به د درېیو ورځو لپاره، د سنبلې له ۲۴مې تر ۲۶مې پورې، د بیجینګ د نړیوالو کنفرانسونو په مرکز کې جوړ شي.
«شیانګشان فورم» یا «د بیجینګ امنیتي غونډه» په ۲۰۰۶ کال کې د چین په نوښت رامنځته شو. دا یوه نړیواله امنیتي او دفاعي غونډه ده چې هر کال د لسګونو هېوادونو د استازو په ګډون جوړېږي.
شیانګشان په لومړیو کې د امنیتي خبرو اترو لپاره یو پروګرام و، خو له ۲۰۱۴ کال راهیسې یې کچه د «فورم» تر کچې لوړه شوې ده. په دې غونډه کې د دفاع وزیران، د چین او روسیې له متحدو او همفکرو هېوادونو لوړپوړي پلاوي او ان د ناټو استازي هم ګډون کوي.
