ننګرهار

ننګرهار کې چاودنې د برښنا ریاست څلور کارکوونکي ټپيان کړل

اطلاعات روز: د ننګرهار برښنا ریاست مسوولین وایي، د دې ولایت مرکز جلال اباد ښار کې ماین چاودنې د دې ریاست څلور کارکوونکي ټپیان کړي دي.

د ننګرهار د برښنا رییس غلام حیدر فقیرزي اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، د سړک غاړې دغه ماین چاودنه نن (پنجشنبه، ۹ د غویي) سهار شاوخوا نهه نیمې بجې د جلال اباد ښار څلورمې ناحیې اړوند څلویښت متره سړک سره نیږدې د دې ریاست پر هایلکس موټر شوې.

ښاغلی فقیرزی وایي، د چاودنې له امله د دې ریاست د یو موټر چلوونکي په ګډون څلور کارمنان، چې درې یې مدیران دي، ټپیان شوي دي.

فقیرزي زیاته کړه: «نن سهار زمونږ کارمندان دفتر ته په لاره وو، چې د جلال اباد ښار څلورمه ناحیه کې یې په هایلکس موټر چاودنه شوې چې له امله یې یو موټر چلوونکی او درې مدیران ټپیان شوي دي.»

ولایتي چارواکي هم یاده پېښه تاییدوي او وایي، چاودنه د برېښنا ریاست پر کارکوونکو شوې ده.

تراوسه د یادې پېښې مسوولیت چا نه دی منلی.