د پکتیکا د ګیان ولسوالۍ اوسېدونکي وايي د طالبانو د کورنیو چارو وزیر په جبر سره دوی ځمکې د خوست سپېرې ولسوالۍ بوریخېل قوم ته ورکړې.
د پکتیکا د ګیان ولسوالۍ د ګیانخېل قوم یو شمېر اوسېدونکي وایي چې د دې ولایت ګیان او د خوست د سپېرې ولسوالۍ د بوریخېل قوم ترمنځ د «ریزو» غره ځمکه چې اصلي د ګیانخېل قوم ملکیت دی، خو د کورنیو چارو وزیر سراجالدین حقاني په جبر سره د سپېرې ولسوالۍ د بوریخېل قوم خلکو ته چې زیاتره یې د حقاني شبکې وسلهوال دي، ورکړې ده.
د ریزو غره د ځمکې پر سر له سل کلونو زیات وخت کېږي چې د دواړو قومونو ترمنځ وسلهوالې شخړې شوې او له دواړو خواوو څخه له ۲۰۰ زیاتو کسانو ته پکې مرګژوبله اوښتې ده.
دوی وویل چې د ریزو غره پر سر د شخړې د حل پرېکړه شاوخوا یوه نیمه میاشت وړاندې د نورو دولتي چارواکو په شتون کې د کورنیو چارو وزیر سراجالدین لخوا په یو اړخیز ډول ترسره شوه او د ریزو غره شاوخوا ۳۰۰۰ جریبه ځمکه چې د ګیانخېل قوم اصلي ملکیت دی، د سپېرې ولسوالۍ د بوریخېل قوم ته ورکړل شوه.
دوی وویل چې سراجالدین حقاني دغه پرېکړه ځکه یو اړخیزه ترسره کړې چې د سپېرې ولسوالۍ یو شمېر کسان د حقاني شبکې غړیتوب لري او په خبره یې د سپېرې ولسوالۍ خلکو په دې وروستیو کې له دولتي وسلو او امکاناتو څخه په استفادې د ریزو غره د ځمکې د نیولو هڅې هم کولې.
د تېرې اګست میاشتې په نهمه نېټه د خوست ولایت مقام څخه په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي وو چې د خوست د سپېرې د بوریخېل او د پکتیکا د ګیانخېل قوم ترمنځ د غره پر سر د دښمنۍ د حل لپاره د کورنیو چارو وزیر د خپل ځان په مشرۍ یوه کمېټه ټاکلې وه او د لانجمنې سیمې له لیدنې وروسته یې پرېکړه ترسره کړه.
«خلیفه صاحب د دې اوږدمهاله بدۍ د هر اړخیز حل او مدعيبها سیمې د کتلو او ارزولو لپاره د ځان په مشرۍ یوه کمېټه تشکیل کړه چې دغه معضله له شرعي، حقوقي، کلتوري او عرفي اړخه وڅېړي. په دې لړ کې خلیفه صاحب د همدې کمېټې په ګډون د دعوهګیرۍ سیمې عرونو او درو ته ولاړ او له هغه وروسته یې پرېکړه وکړه.»

د ګیان ولسوالۍ یو تن اوسېدونکي محمد شریف وویل چې ریزو غر چې شاوخوا ۹۰۰۰ جریبه مساحت لري او د ګیانخېل قوم پلرنی ملکیت دی، خو یوه نیمه میاشت وړاندې د کورنیو چارو وزیر خلیفه سراج حقاني په یو اړخیز ډول د یادې شخړې د حل لپاره شاوخوا ۳۰۰۰ جریبه ځمکه د سپېرې ولسوالۍ د بوریخېل قوم ته ورکړه.
هغه وویل چې د بوریخېل قوم زیاتره اوسېدونکي د حقاني شبکې غړیتوب لري او یاده پرېکړه هم د هغوی د خوشالولو لپاره په یو اړخیز ډول ترسره شوه.
«د ګیانخېل قوم او د سپېرې ولسوالۍ د بوریخېل قوم ترمنځ چې کوم د ریزو غر دی، دا د ګیانخېل قوم ملکیت دی او له سل کلونو څخه زیات وخت کېږي چې په دې باندې به وسلهوالې شخړې شوې، یعنې تر ۲۰۰ پورې یوازې زموږ نفر په دې غره باندې مړه شوي او زخمیان شوي دي. خو په دې وروستیو کې چې د سپېرې ولسوالۍ زیاتره اوسېدونکي د حقاني شبکې غړیتوب لري، په یاد غره په ځمکو قبضې اچولو لپاره یې له دولتي وسلو څخه په استفادې په غره کې مورچې جوړې کړې او د غره جلغوزي او نور لرګي یې وړل، خو زموږ قوم مجبور شو چې په وړاندې یې ودرېږي. له هغه وروسته دې ستونزې د حل لپاره د کورنیو چارو وزیر منځ ته راغی. موږ په دې خاطر چې هغه په عادلانه پرېکړه وکړي او ستونزه به حل کړي، خو هغه په جبري او یو اړخیز ډول پرېکړه وکړه او زموږ ۳۰۰۰ جریبه ځمکه یې د بوریخېل قوم ته ورکړه او زموږ قوم مشرانو ته یې خبرداری ورکړ چې که پرېکړه ونه مني، بندیان به یې کړي، خو زموږ مشرانو پرېکړه ونه منله، ځکه زموږ حق ضایع شوی و.»

د ګیان ولسوالۍ یو بل تن قومي مشر جهانګیر خان هم وویل چې سراج حقاني د سپېرې ولسوالۍ د بوریخېل قوم اوسېدونکي چې د حقاني شبکې غړیتوب لري، د هغوی د خوشاله کولو لپاره یوه اړخیزه او په جبري ډول پرېکړه وکړه.
هغه وویل چې وروسته له هغه چې د ریزو پر غره د سراجالدین حقاني لخوا شوې پرېکړه د ګیانخېل قوم مشرانو ونه منله، د حکومت په بېاطاعتۍ تورن شول او د پکتیکا د امنیتي ادارو په مرسته تر ۱۵ زیات مشران ونیول شول او بندیان شول.
هغه وویل چې د ریزو د غره د ځمکې د مالکیت ټول اسناد لري، خو د سراج حقاني لخوا شوې یو اړخیزه پرېکړه چې دوی حق پکې ضایع شوی، ورته د منلو وړ نه ده.
«زموږ قوم ډېر پخواني اسناد لرو چې د ریزو غر زموږ حق دی، خو د سپېرې ولسوالۍ د بوریخېل قوم یې دعوهګیر دی، خو په دې وروستیو کې چې طالبان واک ته راغلل، بوریخېل قوم زیاتره کسان د حقاني شبکې غړیتوب لري، نو دې موقع نه یې استفاده وکړه او یو ځل بیا یې د ریزو غره لانجه راپورته کړه او کله چې سراجالدین حقاني منځ ته راغی، هغه هم زموږ حق د بوریخېل قوم ته ورکړ او پرېکړه یې یو اړخیزه وکړه، خو کله چې دا جبري او ناعادلانه پرېکړه موږ ونه منله، بیا یې موږ د حکومت په بېاطاعتۍ او د سراجالدین حقاني په نه درناوي تورن کړو، بیا یې موږ تر ۱۵ زیات مشران ونیولو، بندیان یې کړو، خو له څو ورځې بند تېرولو وروسته د پکتیکا والي چې د کندهار طرف دی، هغه په دې پوه شو چې د سراجالدین حقاني لخوا شوې پرېکړه ناعادلانه ده، نو موږ یې خوشي کړو موږ یوه خبره کوو چې د ریزو غره ځمکه زموږ حق دی او بل هیچا ته یې نه ورکوو.»
د ګیانخېل قوم مشرانو د طالبانو له نورو لوړپوړو چارواکو غوښتنه وکړه چې د یوې ناحقه پرېکړې د نه منلو په وجه د قومي مشرانو نیول او بندیانول د حکومت او ولس ترمنځ واټن رامنځته کوي او غوښتنه یې وکړه چې یاده قضیه باید وڅېړل شي چې ولې د ګیان قومي مشران زنداني شوي وو.
د ګیان ولسوالۍ یو بل اوسېدونکي محمدالدین هم وویل چې د سپېرې ولسوالۍ خلک د حقاني شبکې کې له خپل نفوذ څخه په استفادې له حکومتي وسلو او امکاناتو څخه د یو بل قوم په وړاندې استفاده کوي.
هغه د طالبانو له حکومت، محکمو او نورو تحقیقاتي ادارو څخه غوښتنه وکړه چې ټول هغه اشخاص دې د قانون منګولو ته وسپاري چې له دولتي امکاناتو، وسلو او موټرو څخه د شخصي ګټو لپاره د یو بل قوم پر ضد استفاده کوي.
لنډه پایله:
د ګیانخېل قوم اوسېدونکي وايي، د ریزو غره د ځمکې په اړه د کورنیو چارو وزیر سراجالدین حقاني پرېکړه یو اړخیزه وه او د دوی حق یې ضایع کړی دی. دوی له طالبانو غواړي چې د ځمکې د مالکیت اسناد وڅېړي او د شخړې په اړه عادلانه پرېکړه وکړي.
راپور ليکونکی:د اطلاعات روز د سوېل ختيځ زون خبريال
