خوست کې نن (یکشنبه، د تلې ۱۲مه) یوې باوري سرچینې وویل چې بېګاه شپه د خوست د علیشېرو ولسوالۍ اړوند د متاخېلو کلي اوسېدونکي، حمیدګل په نوم یو ځوان د زهري درملو په خوړلو سره ځان وژنه کړې.
سرچینې وویل چې یاد ځوان روغتون ته تر رسېدو وړاندې ساه ورکړې او د سرچینې په وینا، نوموړي شاوخوا ۲۸ کاله عمر درلود. د نوموړي جنازه نن په خپل کلي کې خاورو ته سپارل شوې ده.
سرچینې د یاد ځوان د ځان وژنې د لامل په تړاو معلومات ورنه کړل، خو وایي چې په دې وروستیو کې په خوست کې د ځوانانو ترمنځ د بېوزلۍ، بېروزګارۍ او نورو ټولنیزو ستونزو له امله د ځان وژنې پېښې زیاتې شوې دي.
