په تخار ولایت کې سرچینې تاییدوي چې د طالبانو استخباراتو ښځینه شاعره مژده اوزبیک نیولې او زنداني کړې ده.
سرچینو نن (یکشنبه، د تلې ۱۲مه) اطلاعات روز ته ویلي، مژده اوزبیک څلور ورځې وړاندې د تخار له مرکز تالقانو ښار څخه نیول سوې او لا هم د طالبانو په بند کې ده.
سرچینې د دې ښځینه شاعرې د نیول کېدو لامل د طالبانو پر ضد د انتقادي شعرونو ویل بولي.
خو د نوموړې کورنۍ تر اوسه د هغې د نیول کېدو په اړه له رسنیو سره څه نه دي ویلي.
تخار کې د طالبانو استخباراتو ښځینه شاعره مژده اوزبیک نیولې ده
څرگندونې نشته
څرگندونې نشته
