په پنجشېر کې سیمهییزې سرچینې وايي، د دغه ولایت په مرکز کې د یوې ترافیکي پېښې له امله د طالبانو دوه غړي وژل شوي دي.
یوه سرچینه وايي، د طالبانو اړوند یو رېنجر موټر پرون (یکشنبه، د تلې ۱۲مه) د پنجشېر مرکز اړوند د «استانې» په سیمه کې له سړک څخه اوښتی او چپه شوی دی.
د سرچینې په وینا، په دې پېښه کې د طالبانو دوه غړي وژل شوي دي.
سرچینه زیاتوي چې دغه موټر د طالبانو د پوځي پوستو پر لور د غره په مسیر کې روان و چې له سړک څخه اوښتی او درې ته لوېدلی دی.
د وژل شویو دواړو کسانو په اړه ویل کېږي چې په پنجشېر کې د طالبانو د ځانګړې لوا غړي او د هلمند ولایت اوسېدونکي وو.
تر اوسه د دغه رېنجر موټر د چپه کېدو لامل نه دی روښانه شوی. خو تر دې وړاندې د پنجشېر اوسېدونکو د دغه ولایت پر سړکونو د طالبانو د موټر چلولو پر مهال د «بېاحتیاطۍ» په اړه شکایتونه کړي دي.
