پنتاګون تایید کړې چې د بریتانیا په فرفورډ پوځي اډه کې مېشتې ټولې ۱۲ امریکايي بم غورځوونکې الوتکې، د ایران له لوري دې اډې ته د احتمالي ګواښ په اړه د امنیتي اندېښنو له امله، په چټکۍ سره امریکا ته انتقال شوې دي.
د «هوايي او فضايي ځواکونو» مجلې، چې د امریکا د هوايي ځواک اړوند خبرونه خپروي، په یوه راپور کې ویلي چې ټولې ۱۲ «بي-۱ بي لنسر» بم غورځوونکې الوتکې چې له ایران سره د روانې شخړې پر مهال د بریتانیا په شاهي هوايي ځواک فرفورډ اډه کې ځای پر ځای شوې وې، د یکشنبې په ورځ (د تلې ۱۲مه) له دې اډې ووتلې.
د دې رسنۍ د راپور له مخې، سیمهییزو هوايي څارونکو لومړی د الوتکو د ناڅاپي وتلو خبر ورکړ او وروسته امریکايي پوځ هم دا موضوع تایید کړه.
پنتاګون او د امریکا اروپايي قوماندانۍ د «هوايي او فضايي ځواکونو» مجلې ته په جلا جلا څرګندونو کې ویلي: «ټولې هغه امریکايي بم غورځوونکې الوتکې چې په فرفورډ اډه کې مېشتې وې، په امریکا کې خپلو اصلي اډو ته ستنې شوې دي.»
امریکايي پوځ ټینګار کړی چې د دغه هېواد بم غورځوونکې الوتکې لا هم کولای شي د امریکا له خاورې الوتنې وکړي او د نړۍ په بېلابېلو سیمو کې اهداف په نښه کړي.
امریکا د روان کال په پسرلي کې له ایران سره د شخړې پر مهال د لرې واټن بریدونو لپاره له خپلې خاورې څخه «بي-۱»، «بي-۲» او «بي-۵۲» بم غورځوونکې الوتکې کارولې وې.
له بریتانیا څخه د امریکا د ۱۲ بم غورځوونکو الوتکو وتل یوه اوونۍ وروسته له هغې کېږي چې د فرفورډ اډې ته څېرمه یو شمېر کسان د یوه مشکوک پلان په تړاو نیول شوي وو.
لومړی پنځه نقابواغوستي کسان چې له درېیو سپینو موټرو سره یې یو سړک تړلی و او له ځان سره یې یو څه تېل لرل، ونیول شول او له تحقیقاتو وروسته په ضمانت خوشې شول. وروسته یو دوهتابعیته بریتانوی-ایرانی ځوان هم د دې اډې پر وړاندې د برید د پلان جوړولو په تور ونیول شو، خو تر اوسه د هغه د قضیې برخلیک روښانه نه دی.
فرفورډ اډې ته څېرمه دغه امنیتي پېښه ځکه مهمه بلل شوې چې امریکايي بم غورځوونکو الوتکو پر ایران د بریدونو پر مهال له همدې پوځي اډې څخه کار اخیستی و.
د بریتانیا لومړي وزیر انډي برنهام ویلي چې «قوي نښې» شته چې ایران د دغه ګواښ تر شا و.
برنهام او د بریتانیا پخواني لومړي وزیر کییر سټارمر امریکايي پوځ ته د ایران پر وړاندې د بریدونو لپاره د فرفورډ اډې د کارولو اجازه ورکړې وه د بریتانیا حکومت دغه بریدونه «دفاعي» بللي دي.
