ننګرهار کې باوري سرچینې «اطلاعات روز» ته وايي چې د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور ریاست مسوولانو د ټولنیزو رسنیو له یو شمېر فعالانو سره په ناسته کې له هغوی غوښتي چې په فېسبوک، اېکس او نورو خواله رسنیو کې د طالبانو په ملاتړ خپل فعالیتونه پراخ او چټک کړي.
د سرچینو په وینا، دغه ناسته د شنبې په ورځ، د تلې په ۱۱مه، د ننګرهار د اطلاعاتو او کلتور ریاست، استخباراتو، امنیه قوماندانۍ او یو شمېر نورو ادارو په همغږۍ ترسره شوې ده.
سرچینې وايي، په دې ناسته کې د خلکو او طالبانو ترمنځ د اړیکو پر پیاوړتیا او په ټولنیزو رسنیو کې د طالبانو د فعالیتونو پر پراخولو خبرې شوې دي.
د سرچینو په وینا، د ننګرهار د اطلاعاتو او کلتور ریاست په چوکاټ کې سلګونه کسان د میاشتني معاش په بدل کې د ټولنیزو رسنیو د فعالیتونو لپاره ګمارل شوي دي. سرچینې ادعا کوي چې له دغو کسانو غوښتل کېږي د طالبانو فعالیتونه او «لاسته راوړنې» له ژورنالېزم له اصولو پرته پراخ انعکاس ورکړي.
د سرچینو په وینا، یو شمېر هغه کسان چې د طالبانو له لوري په ټولنیزو رسنیو کې د فعالیت لپاره ګمارل شوي، په مستعارو نومونو، چې ځینې یې ښځینه نومونه دي، فعالیت کوي.
سرچینې زیاتوي چې دغو کسانو ته ویل شوي چې د طالبانو اړوند عادي فعالیتونه او خبرونه خپاره کړي، خو د چاودنو، جنایي پېښو او د پاکستان د بریدونو په اړه معلومات خپاره نه کړي.
بلخوا، د ننګرهار د اطلاعاتو او کلتور ریاست په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې له ټولنیزو رسنیو له فعالانو سره په دې ناسته کې د فرهنګي ارزښتونو د عامولو، د بومي هویت د ساتنې او د ټولنې د لاسته راوړنو په اړه خبرې شوې دي.
تر اوسه طالبانو د سرچینو د دغو ادعاوو په اړه په مشخص ډول څه نه دي ویلي.
دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو له واکمنېدو وروسته په افغانستان کې پر رسنیو او خبریالانو محدودیتونه زیات شوي او د خبریالانو او رسنیو د فعالیتونو په اړه د محدودیتونو او فشارونو راپورونه په پرلهپسې توګه خپرېږي.
