د طالبانو د ویاند مرستیال حمدالله فطرت اعلان کړی چې د بدخشان او د چین د سینکیانګ ترمنځ د لومړۍ ترانزیټي لارې چارې بشپړې او پرانیستل شوې دي.
نوموړي په اېکس کې په خپره سوې خبرپاڼه کې ویلي، د دې خاورینې لارې د پرانیستې مراسم نن (یکشنبه، د تلې ۱۲مه) د واخان په دهلېز کې د طالبانو د چارواکو په حضور کې ترسره شول.
د نوموړي په وینا، دا لار ۱۲۱ کیلومتره اوږدوالی لري او د بدخشان د واخان له دره تر سینکیانګ پورې غځول سوې ده. دا د افغانستان او چین ترمنځ لومړنۍ ځمکنۍ ترانزیټي لار بلل کېږي.
د بدخشان او د چین سینکیانګ ترمنځ لومړۍ ترانزیټي لار پرانیستل شوې
څرگندونې نشته
څرگندونې نشته
