یوناما: نجونې باید له زده کړو محرومې نه شي

انځور: اې‌اېف‌پي (AFP)

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ (یوناما) د ښوونکي نړیوالې ورځې، چې د اکټوبر په ۵مه لمانځل کېږي، په مناسبت ویلي، هیله لري چې نجونو ته هم د زده کړو د دوام زمینه برابره شي، څو هغوی وکولای شي زده کړې وکړي او په راتلونکي کې د ټولنې په جوړولو کې ونډه واخلي.

یوناما نن (اکټوبر ۵مه) په یوه پیغام کې ټولو ښوونکو ته د ښوونکي نړیوالې ورځې مبارکي ویلې او ویلي یې دي چې ښځو ته باید د زده کړو د دوام فرصت ورکړل شي، څو په راتلونکي کې ښوونکې شي او د نجونو د «پوهې او مهارتونو په وده او جوړونه» کې ونډه واخلي.

یوناما ټینګار کړی چې د نجونو زده کړې د هغوی د راتلونکي او د ټولنې د پرمختګ لپاره مهمې دي.

د طالبانو حکومت په ۲۰۲۲ کال کې د نجونو پر مخ د پوهنتونونو دروازې وتړلې او تر شپږم ټولګي پورته یې د نجونو پر زده کړو هم بندیز لګولی دی.

د ملګرو ملتونو او نورو نړیوالو بنسټونو له لوري پرله‌پسې د نجونو د زده کړو د حق د بېرته ورکړې غوښتنې کېږي.

د ښوونکي نړیواله ورځ په ۱۹۹۴ زېږدیز کال کې د ملګرو ملتونو د ښوونې، ساینس او کلتور سازمان (یونیسکو) له لوري ونومول شوه.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
څرگندونې نشته