په تور څادر کې ناسته عمر خوړلې حببیبه په روغتون کې د یوه داسې بستر شوي ناروغ ماشوم ترڅنګ ناسته ده چې دا دوهم ځل دی چې یاد ماشوم په خوارځواکۍ اخته کېږي.
د دغې عمر خوړلې ښځې په څېره کې چې خورا ډېرې اندېښنې ښکاري، د اطلاعات روز همکار ته یې په خبرو کې خپل کورنی وضعیت بیان کړی او زیاته یې کړه چې نوموړې د کندهار د لرې پرتې ریګستان ولسوالۍ اوسېدونکې ده او د خپلې ناروغې د ۱۸ میاشتو لرونکې وړانګې د درملنې لپاره راغلې ده.
دغه ښځه وايي چې د هغې لمسۍ وړانګه چې کله د ۱۳ میاشتو شوه، مور یې په کافي اندازه شیدې نه درلودې چې له امله یې هغه په خوارځواکۍ اخته شوه او دوی اړ شول چې د دغې کوچنۍ ماشومې د ژوند ژغورلو په هدف یې دلته په میرویس حوزوي روغتون کې بستر کړي.
ریګستان ولسوالۍ د کندهار ولایت په سوېل لوېدیځه برخه کې موقعیت لري، د پاکستان له پولې سره نږدې ده. دا یوه ډېره پراخه او دښتنۍ سیمه ده او له کندهار ښار څخه لرې پرته ده چې خلک یې د بشري خدمتونو څخه بې برخې دي او په ولسوالۍ کې د طبیعي پېښو او وچکالۍ له امله سخته بېوزلي رامنځته شوې ده.
حببیبه وايي چې د دې د لمسۍ په څېر په هرو دوو کورنیو کې د یوې کورنۍ ماشومان دغه ډول په خوارځواکۍ اخته شوي دي او کورنۍ یې دومره توان نه لري چې یا هغو وقایوي تدابیر ورته ونیسي او یا هم یې د ښه درملنې په هدف تر روغتیايي مرکزونو پورې ورسوي.
دا وايي، په خوارځواکۍ د اخته شوې وړانګې مور د وړانګې لپاره هېڅ شیدې نه لري او دوی په ښار کې د پوډري شیدو اخیستلو وس نه لري؛ ځکه د دوهم ځل لپاره د هغې لمسۍ په خوارځواکۍ اخته کېږي.
نوموړې وايي کورنۍ یې سخته بېوزله ده او آن د کورنۍ ټولو غړو ته درې وخته وچه ډوډۍ هم په ډېر زحمت پیدا کېږي.
هغې وویل: «زموږ په ټول کلي کې ماشومان په خوارځواکۍ اخته شوي دي، ځکه هېڅوک ولاکه دومره وس لري چې د خپلې کورنۍ ټولو غړو ته دي آن وچه ډوډۍ برابره کړي. د خلکو اقتصادي وضعیت ورځ تر بلې خرابېږي او هېڅوک نه پوهېږي په دې بېوزلۍ حالت کې به دوی څه کوي.»
په افغانستان کې د اوږدې جګړې، اقتصادي کمزورتیا، د بېوزلۍ د کچې لوړېدو او د بشري مرستو د کمېدو له امله د خوارځواکۍ ستونزه لا هم د میلیونونو ماشومانو او میندو ژوند له جدي ګواښ سره مخ کړې ده، په ځانګړې توګه د هېواد په سوېلي حوزه کې، چې ډېری کورنۍ له سخت اقتصادي وضعیت، وچکالۍ، د کار او عاید له محدودو فرصتونو او روغتیايي خدمتونو ته له کم لاسرسي سره مخ دي، د خوارځواکۍ کچه د اندېښنې وړ بلل کېږي.
په وروستیو کلونو کې افغانستان ته د نړیوالو بشري مرستو د کچې کمېدل او د یو شمېر مرستندویه پروګرامونو درېدل د هغو کورنیو وضعیت لا ستونزمن کړی چې د خوړو، روغتیا، درملو او نورو لومړنیو اړتیاوو د برابرولو لپاره پر مرستو تکیه کوي.
د مرستو له کمېدو سره هغه روغتیايي او تغذیوي پروګرامونه هم له مالي او عملیاتي ستونزو سره مخ شوي چې د خوارځواکۍ د مخنیوي، تشخیص او درملنې په برخه کې یې د زیانمنو کورنیو ملاتړ کاوه.
له بلې خوا، د افغانستان د خلکو د اقتصادي وضعیت خرابوالی د دې ستونزې له مهمو عواملو څخه ګڼل کېږي. ډېری کورنۍ د کار او ثابت عاید د نشتوالي له امله نه شي کولای د خپلو ماشومانو لپاره کافي او متنوع خواړه برابر کړي. په داسې شرایطو کې، د کورنیو د خوړو کمښت، د خوراکي توکو د بیو لوړېدل، د پاکو اوبو او روغتیايي خدمتونو محدود لاسرسی او د ناروغیو زیاتوالی، د ماشومانو د خوارځواکۍ خطر لوړوي.
کندهار هغه ولایت دی چې د طالبانو مشر ملا هبتالله اخوندزاده پکې مېشت دی او له دغه ځای څخه پر ټول افغانستان واکمني کوي.
په دغه ولایت کې که څه هم ملا هبتالله مېشت دی، خو ترڅنګ یې په بېلابېلو برخو کې پراخ محدودیتونه، بېوزلي، بېعدالتي او ګڼې نورې داسې ستونزې هم موجودې دي چې د افغانستان په نورو ولایتونو کې ساری نه لیدل کېږي.
په کندهار ولایت کې مسوولین خبر ورکوي چې په یاد ولایت کې د ۲۰۲۶ کال په تېرو اتو میاشتو کې د ۲۰۲۵ کال د اتو میاشتو په پرتله ۳۰ سلنه په خوارځواکۍ د اخته کسانو شمېر لوړ شوی دی.
په کندهار کې د بېپولې ډاکټرانو سازمان مسؤلان وايي، په دغه ولایت کې د خوارځواکۍ پر ناروغۍ د اخته کسانو شمېر د تېر میلادي کال په پرتله ۳۰ سلنه زیات شوی دی.
د کندهار د بېپولې ډاکټرانو سازمان د روغتیايي مرکز مسؤل ضیاءالرحمان ویلي، د روان کال له جنورۍ څخه تر اګسټ میاشتې تر اخره پورې ۱۲ زره او ۵۳۰ خوارځواکي ماشومان د دغه سازمان روغتیايي مرکز ته ورغلي دي.
د هغه په خبره، له دغو ماشومانو څخه ۳ زره او ۴۵۰ تنه په شدیده خوارځواکۍ اخته وو او یو زرو ۲۹۱ نور ماشومان د روغتیايي ستونزو له امله بستر شوي دي.
په خوارځواکۍ اخته کورنۍ څرګندونې
تر هغه وروسته چې طالبان په افغانستان کې واک ته رسېدلي دي ورسره په ټول هېواد کې سخته بېوزلي، سم خوړو ته د خلکو نه لاسرسی او روغتیايي خدمتونو کمښت د دې لامل شوي چې په بېوزلو او اړمنو کورنیو کې خوارځواکي ډېره کړي.
د کندهار ولایت میرویس حوزوي روغتون چې د دې حوزې په کچه ناروغان ورته د درملنې په هدف راځي په زیات شمېر په خوارځواکۍ اخته ماشومان هم پکې بستر دي.
یوه ځوانه ښځه شافعي بیا خپل یو زوی په میرویس حوزوي روغتون کې بستر کړی دی ترڅو دغه په خوارځواکۍ اخته ماشوم له مرګ څخه وژغوري.
هغه دغه مېرمن هم د خپلې کور د سختې خراب اقتصادي وضعیت څخه شکایت کوي او وايي چې په کور کې یې د کورنۍ غړي مناسبو خوړو ته لاسرسی نه لري.
دغه ښځه وايي د ډېرو ستونزو سره مخ او غوښتنه کوي چې د دوی سره دې بشري مرستې وکړي.
دا وايي: «زموږ اقتصادي وضعیت ډېر خراب دی په کور کې شی نه لرو راتلونکي ژمي ته مو ډېره اندېښنه ده ځکه زموږ په کور کې د خوراک شی نشته زموږ د کلي خلک هم د دغه رقم مشکلاتو او ستونزو سره مخامخ دي.»

د خوارځواکۍ لاملونه
د کندهار د میرویس حوزوي روغتون ډاکټران په خوارځواکۍ د اخته ماشومانو بېلابیل لاملونه یادوي او وايي چې د خوارځواکۍ څخه د ماشومانو د ژغورلو بېلابیل لاملونه لري او په کار ده چې عام وګړي، طالبان او بشرپاله روغتیايي سازمانونه په ګډه د دغه ډول د حل لارو برخه کې کوټلي ګامونه واخلي.
د کندهار د روغتیايي برخې ډاکټر ضیاءالرحمان عابد وايي، خوارځواکي په ماشومانو کې یوازې د خوړو د کمښت ستونزه نه ده، بلکې د بېوزلۍ، ناروغیو، د مناسبې تغذیې نشتوالي او روغتیايي خدمتونو ته د محدود لاسرسي له امله د ماشومانو روغتیا له جدي ګواښ سره مخ کېږي.
نوموړی وايي، خوارځواکي او ناروغۍ له یو بل سره مستقیمه اړیکه لري او په وینا یې چې هغه ماشومان چې له خوارځواکۍ سره مخ وي، د بدن دفاعي سیستم یې کمزوری کېږي او د ناروغیو پر وړاندې یې مقاومت راټیټېږي.
د ډاکټر عابد په وینا، نری رنځ یوه له هغو ناروغیو څخه ده چې له خوارځواکۍ سره نږدې اړیکه لري.
خوارځواکي ماشوم د نري رنځ د اخته کېدو او د ناروغۍ د فعالېدو له پلوه زیانمنوي، او کله چې ماشوم په نري رنځ اخته شي، د ناروغۍ له امله د وزن کمېدل او د بدن د انرژۍ زیات مصرف د خوارځواکۍ وضعیت نور هم خرابوي.
هغه وايي، په افغاني ټولنه کې په ځانګړي ډول په سویلي حوزه کې هغه میندې چې خپلو اولادونو ته شیدې ورکوي د هغوی روغتیا او تغذیې ته نه پاملرنه د دې لامل شوې چې میندې په سم ډول ماشومانو ته شیدې ورنه کړي او ماشومان په خوارځواکۍ اخته شي.
دی وايي چې هره کورنۍ دنده لري چې هغو میندو ته مناسب خواړه چمتو کړي چې شیدې ورکوي خو وايي چې اوس په افغانستان کې سخته بېوزلي د دې لامل شوې ده چې هېڅ یوه کورنۍ د شیدو ورکوونکي مور روغتیايي حالت ته پام نه کوي.
د هغه په وینا چې د خوارځواکو ماشومانو د درملنې پر مهال باید یوازې د خوړو کمښت ته پام ونه شي، بلکې د ماشوم د نورو احتمالي ناروغیو، په ځانګړي ډول نري رنځ، هم باید معاینه وشي.
عابد وايي، په کندهار کې د خوارځواکو ماشومانو د درملنې لپاره په کار ده چې د کورنیو سره بشري مرستې ترسره شي خلکو ته عامه پوهاوی ورکول شي.
دی وايي: «د ماشومانو لپاره د کافي او متنوع خوړو برابرول، د ناروغیو ژر تشخیص، پاکو اوبو او حفظالصحې ته لاسرسی او روغتیايي خدمتونو ته د خلکو نږدېوالی هغه موارد دي چې د ماشومانو د خوارځواکۍ په کمولو کې مهم رول لري که خوارځواکي ماشوم په وخت روغتیايي مرکز ته ونه رسول شي، د ناروغۍ تر څنګ د نورو طبي عوارضو داخطر هم ورسره زیاتېږي. له همدې امله کورنۍ باید د ماشوم د وزن کمېدو، د ودې د درېدو، دوامدارې ناروغۍ او د خوړو نه منلو په صورت کې ژر تر ژره روغتیايي مرکز ته مراجعه وکړي.»

د خلکو نظرونه
په ورته وخت کې د کندهار عام اوسېدونکي او فعالان هم په یاد ولایت کې ورځ تر بلې د خوارځواکۍ د پېښو زیاتېدل د اندېښنې وړ یادوي خو زیاتوي چې ستر لامل یې د خلکو بېوزلي ده.
د کندهار مدني فعال چې موږ یې نوم په راپور کې په مستعار ډول لیکلی دی د اطلاعات روز سره یې په خبرو کې وویل چې د کاري فرصتونو ته نشتون، د نړیوالو د مرستو بندېدل، د طالبانو بېلابېل او دوامداره محدودیتونه، د نورو هېوادونو سره د لارو تړل کېدل او ګڼ نور لاملونه شته چې اوس مهال په کندهار ولایت کې یې خلک د سختې بېوزلۍ سره مخ کړي دي.
هغه زیاتوي چې د طالبانو حکومت دنده لري چې د هر ډول ناوړه وضعیت د رامنځته کېدو د مخنیوي لپاره پلانونه جوړ او تطبیق کړي.
دی وايي: «غټه ستونزه په ټپه ولاړ کار و بارونه دي، کاري فرصتونه نشته، بېوزلي زیاته ده، لویې لارې تړل شوې دي، د طالبانو لخوا زیات مالیات اخیستل کېږي، تجارت باندې محدودیتونه بېحده زیات دي ځکه د خلکو اقتصادي وضعیت خرابېږي او د خوارځواکۍ په ګډون بېلابېلې ناروغۍ رامنځته کېږي.»
که څه هم د طالبانو حکومت په سویلي حوزه کې په خوارځواکۍ د زیاتوالي په اړه تازه څه نه دي ویلي خو تر دې مخکې یې ویلي وه چې دوی هڅه کوي چې په افغانستان کې د خلکو اقتصادي وضعیت ښه لوري ته ولاړ شي.
د خوړو نړیوال پروګرام د شمېرو له مخې، په روان کال کې ۳.۷ میلیونه ماشومان او ۱.۲ میلیونه امیندواره او شیدې ورکوونکې ښځې له حادې خوارځواکۍ سره مخ دي.
دا په داسې حال کې ده چې د بشري مرستو د کمېدو له امله په هېواد کې د ماشومانو د خوارځواکۍ د درملنې ځینې مرکزونه هم تړل شوي دي.
