اکبر پاچا

پکتیا کې ناڅرګنده وسله والو یو قومي مشر وژلی

اطلاعات روز: د پکتیا امنیتي چارواکي وایي، د دې ولایت مرکز ګردېز کې ناڅرګنده وسله والو د اکبر پاچا په نوم یو قومي مشر وژلی دی.

د پکتيا امنيتي چارواکي وايي، تېره شپه (شنبه، ۱۱ د غویي) ناوخته د دې ولايت د مرکز ګردېز اړوند د نيستي کوټ په سيمه کې نامالومو وسله والو د يو قومي مشر «اکبر پاچا» په کور وسله وال برید کړی، چې د رامنځته شوې نښتې پر مهال ياد قومي مشر لومړی ټپي او وروسته يې په روغتون کې ساه ورکړې ده.

د پکتيا د پوليسو وياند محمد لعل اميري اطلاعات روز ته وويل، چې سيمې ته همکار ځواکونه پر وخت ورسيدلي و او بريد کوونکي د پېښې له ځايه په تېښته بريالي شوي دي.

تر اوسه کومې وسله والې ډلې د بريد مسووليت نه دی منلی.