طالب

لغمان کې د لایزري سلاح ماهر طالب وژل شوی

اطلاعات روز: ختیځ کې امنیتي مسوولین وایي، لغمان کې د وسله والو طالبانو د لایزري سلاح (بزبزک) ماهر او نښان ویشتونکی افغان ځواکونو وژلی دی.

په ختیځ کې د ۲۰۱ سیلاب قول اردو مرستیال ویاند سید مقصود صاحبزاده نن (یکشنبه، ۱۲ د غویي) اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، تېره شپه د لغمان ولایت مرکز مهترلام اړوند «بدیع اباد» سیمه کې له افغان ځواکونو سره په مخامخ جګړه کې د “مار شاکر” په نوم دغه طالب وسله وال ووژل شو.

هغه وایي، له وژل شوي طالب څخه یو میل لایزري سلاح هم ترلاسه شوې ده.

صاحبزاده زیاتوي: «تېره شپه د مرکز مهترلام بدیع اباد سیمه کې د وسله والو طالبانو یو نښان ویشتونکی د افغان ځواکونو سره مخامخ جګړه کې ووژل شو او له وژل شوي کس یو میل سلاح هم ترلاسه شوې ده.»

وسله والو طالبانو تراوسه بیا په دې تړاو څه نه دي ویلي.