د جوزجان او سمنګان ولایتونو کې د درېیو ترافیکي پېښو له امله درې کسان وژل شوي او درې نور ټپیان شوي دي.
د طالبانو د سیمهییزو چارواکو په وینا، دغه پېښې تېره شپه او نن سهار (پنجشنبه، د تلې ۱۵مه) د بلخ-جوزجان او بلخ-سمنګان پر لویو لارو رامنځته شوې دي.
په سمنګان کې د طالبانو د امنیه قوماندانۍ ویاند حشمتالله رحماني وايي، تېره شپه (چهارشنبه، د تلې ۱۵مه) د سمنګان-درهصوف پر عمومي لویه لاره د حسنخېلو په کلي کې یو موټرسایکل له سړکه اوښتی چې له امله یې یو کس وژل شوی او دوه نور ټپیان شوي دي.
په دویمه پېښه کې، چې د خلم ولسوالۍ په مربوطاتو کې د یوه «الټو» موټر او یوه «اکټروز» موټر د ټکر له امله رامنځته شوې، یو کس وژل شوی او یو بل ټپي شوی دی.
په جوزجان کې د طالبانو امنیتي چارواکو هم په دغه ولایت کې د یوې ترافیکي پېښې له امله د ۵۵ کلنې ښځې د وژل کېدو خبر ورکړی دی.
په جوزجان کې د طالبانو د امنیه قوماندانۍ ویاند عبدالستار حلیمي وايي، د «کوماز» ډوله باروړونکي موټر یوه ۵۵ کلنه ښځه وهلې چې له امله یې نوموړې مړه شوې ده.
د حلیمي په وینا، دا پېښه نن سهار (پنجشنبه، د تلې ۱۶مه) د دغه ولایت په مرکز شبرغان ښار کې شوې ده.
د دغو ترافیکي پېښو لامل د موټرچلوونکو بېاحتیاطي بلل شوې ده.
