د نجونو نړیواله ورځ؛ یوناما: په افغانستان کې نجونې له کم‌عمره ودونو او بې‌سوادۍ سره مخ دي

photo: UNICEF/UN0627014/Haya Burhan

د نجونو د نړیوالې ورځې په مناسبت، په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوی (یوناما) وايي، په دې هېواد کې میلیونونه نجونې له بېلابېلو ستونزو، لکه بېوزلۍ، په کم عمر کې واده، زده کړو ته محدود لاسرسي او بې‌سوادۍ سره مخ دي.

یوناما نن (یک‌شنبه، د تلې ۱۹مه) پر فېسبوک په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي چې زده کړې لا هم د نجونو د وړتیاوو او استعدادونو د غوړېدو تر ټولو اغېزمنه لار ده.

دغه دفتر د نجونو د نړیوالې ورځې په مناسبت د نویو او عملي اقداماتو غوښتنه کړې، څو د هرې افغانې نجلۍ د زده کړو، مناسب کار، شخصي انتخابونو او د داسې راتلونکي د جوړولو حق تضمین شي چې د هغې د هیلو او غوښتنو پر بنسټ وي.

یوناما زیاته کړې: «هره نجلۍ حق لري چې په ازاده توګه زده کړې وکړي، وده وکړي او د خپلې خوښې راتلونکی جوړ کړي.»

دغه بنسټ ویلي: «نجونې د راتلونکي مشرانې دي، نجونې نوښتګرې او خلاقې دي، نجونې نړۍ بدلوي.»

طالبانو له پنځو کلونو ډېر وخت کېږي چې له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر زده کړو بندیز لګولی دی.

د ملګرو ملتونو د شمېرو له مخې، د دې بندیز له امله شاوخوا ۲.۵ میلیونه نجونې له زده کړو بې‌برخې شوې دي.

طالبانو همداراز د ښځو پر اساسي حقونو او ازادیو پراخ محدودیتونه لګولي او په ټولنه کې یې د هغوی حضور او ونډه په پراخه کچه محدوده کړې ده.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
څرگندونې نشته