د پاکستان د تحریک انصاف ګوند (PTI) یوه قانونجوړونکي ویلي، د خیبر پښتونخوا اعلی وزیر سهیل اپرېدی په دغه ایالت کې د بېړني حالت له اعلان وروسته نیول شوی دی.
د تحریک انصاف ګوند سیاستوال جنید اکبر پر ایکس لیکلي چې سهیل اپرېدی د خیبر پښتونخوا لپاره د دغه ګوند له مشر سره یوځای نیول شوی دی.
سهیل اپرېدی د تحریک انصاف ګوند د پلویانو د اعتراضي لاریون مشري کوله.
د نوموړي نیول کېدل وروسته له هغې کېږي چې د پاکستان حکومت اعلان وکړ چې په دغه ایالت کې به په فدرالي کچه پراخ واکونه پلي کړي.
د پاکستان د فدرالي حکومت کابینې په خیبر پښتونخوا ایالت کې بېړنی حالت اعلان کړی دی.
د پاکستان ولسمشر اصف علي زرداري د کابینې وړاندیز له تاییدولو وروسته په خیبر پښتونخوا کې بېړنی حالت اعلان کړی دی.
د دغه راپور له مخې، د پاکستان د ولسمشرۍ دفتر ویلي چې دا پرېکړه د دغه هېواد د اساسي قانون د ۲۳۲مې او ۲۳۴مې مادې له مخې تصویب شوې ده.
د پاکستان د لومړي وزیر شهباز شریف دفتر ویلي چې د کابینې په غونډه کې د خیبر پښتونخوا وضعیت ارزول شوی او غړو داسې اسناد وړاندې کړي چې ښيي د دغه ایالت حکومت په قصدي ډول د ترهګرۍ له مبارزې ځان لرې کړی دی.
