لنست مجله: اټومي جګړه او د مصنوعي ځیرکتیا ناوړه کارونه د بشریت بقا ګواښي

لنست مجلې د نړۍ د ګواښونو په اړه په یوه نوې ارزونه کې ویلي، چې ښايي بشریت تر ۲۱۰۰ میلادي کال پورې د مصنوعي ځیرکتیا د ناوړه کارونې یا اټومي جګړې له امله له منځه ولاړ شي.

د ګارډین د راپور له مخې، دغه دوه ګواښونه په راتلونکو ۷۵ کلونو کې د انسانانو روغتیا ته د ۱۷ سترو ګواښونو په نوملړ کې په سر کې ځای لري.

د شتمنو هېوادونو له خوا د مرستو د لګښتونو کمول، د اقلیم بحران او د ماشومانو خوارځواکي هم د دې نوملړ له نورو ګواښونو څخه دي.

د لنست مجلې د «په ۲۱مه پېړۍ کې د نړۍ د روغتیا ګواښونه» کمېسیون کارپوهانو ویلي، چې دغه ټول ګواښونه له یو بل سره تړاو لري او باید په یو وخت کې ورته رسېدنه وشي. خو هغوی ټینګار کړی، چې د هر یوه ګواښ د مخنیوي لپاره عملي لارې چارې شته.

د دې کمېسیون یوه مشر او د واشنګټن پوهنتون د روغتیا د اندازه‌ګیرۍ او ارزونې انسټیټیوټ مشر، پروفیسور کریسټوفر موري، ویلي: «هغه پرېکړې چې د نن ورځې مشران یې کوي، د راتلونکو نسلونو روغتیا او هوساینه ټاکي.»

دغه کمېسیون د ګواښونو د نوملړ د جوړولو لپاره اټکل کړی، چې د اوسنیو بهیرونو پر دوام سره به هر ګواښ د ناروغۍ، معلولیت یا له وخته مخکې مړینې له امله د انسانانو د سالم ژوند څومره کلونه له منځه یوسي. دې معیار ته «د معلولیت له مخې تعدیل شوي د ژوند کلونه» (DALY) ویل کېږي.

په راپور کې راغلي: «د مصنوعي ځیرکتیا ناوړه کارونه، چې د بیولوژیکي وسلو په جوړولو کې یې کارول هم پکې شامل دي، او له لوږې سره مل اټومي جګړه، په راتلونکو ۷۵ کلونو کې د بشریت د له منځه تلو خطر رامنځته کوي.»

راپور زیاتوي، که څه هم د دغو پېښو د رامنځته کېدو احتمال کم دی، خو که پېښې شي، د بشریت د ژوند د پای ته رسولو وړتیا لري.

اټومي جګړه کولای شي د ځمکې د اتموسفیر لوړو پوړونو ته د کافي اندازې ذرو په خپرولو سره د لمر د وړانګو د رسېدو مخه ونیسي او د پراخې لوږې لامل شي.

د مصنوعي ځیرکتیا په مرسته د جوړو شویو بیولوژیکي وسلو کارول هم د احتمالي سناریوګانو له ډلې دي.

لنست مجلې په یوه سرمقاله کې، چې له دې راپور سره هم‌مهاله خپره شوې، خبرداری ورکړی: «که دغه ګواښونه عملي شي، د هغو له امله رامنځته کېدونکی زیان به د بشریت لپاره د قیامت په څېر پایلې ولري.»

په نوملړ کې د طبقه‌بندۍ شویو نورو ګواښونو په ډله کې د هوا ککړتیا، د میکروبونو له‌خوا د میکروب ضد درملو پر وړاندې مقاومت، د ماشومانو خوارځواکي، د اقلیم بحران، دودیزې جګړې، د بهرنیو مرستو کمېدل، د الکولو زیات مصرف، د وینې لوړ فشار، د عاید نابرابري، د زده‌کړو ټیټه کچه، طبیعي وباوې، چاغښت، رواني روغتیايي ستونزې، سګرټ څکول او په ناسالم ډول زړېدل شامل دي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
څرگندونې نشته