د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف) وايي، د «افغانستان د څو شاخصونو سروې» د شمېرو له مخې، د ۲۰ تر ۲۴ کلونو عمر لرونکو ۲۸.۷ سلنه ښځو تر ۱۸ کلنۍ مخکې واده کړی دی.
یونیسف نن (یکشنبه، د تلې ۱۹مه) د نجونو د نړیوالې ورځې په مناسبت ویلي، د دې سروې له مخې، د افغانستان په ځینو سیمو کې له هرو دوو نجونو یوه یې تر ۱۸ کلنۍ مخکې واده کوي.
د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق ویلي: «د ماشومانو ودونه د نجونو پر روغتیا او هوساینې ژورې اغېزې لري، زدهکړې یې ګډوډوي او د راتلونکي فرصتونه یې محدودوي.»
دغه بنسټ زیاته کړې: «دا پدیده د تاوتریخوالي او ټولنیز انزوا خطر زیاتوي او د کمعمرۍ امیندوارۍ او له وخته مخکې زېږون له امله رامنځته کېدونکي خطرونه هم ډېرولای شي.»
یونیسف ویلي، په افغانستان کې د امیندوارۍ د اختلاطاتو له امله مړینه د ۱۵ تر ۱۹ کلونو عمر لرونکو نجونو د مړینې له مهمو لاملونو څخه ده.
دغه بنسټ وايي، د ماشومانو د کمعمرۍ ودونو مخنیوی شونی دی. په تېرو ۲۵ کلونو کې په ټوله نړۍ کې د نجونو پر زدهکړو د پانګونې، د قوانینو د اصلاح او ټولنیزو ملاتړونو له لارې د ۶۸ میلیونو کمعمره ودونو مخه نیول شوې ده.
یونیسف ویلي، په افغانستان کې د ماشومانو د کمعمرۍ ودونو مخنیوی ګډو هڅو ته اړتیا لري. په دې هڅو کې د هرې نجلۍ د زدهکړې د حق ساتنه، د نجونو د ملاتړ او خوندیتوب پیاوړتیا، له زیانمنونکو کورنیو او ټولنو سره مرسته، د نجونو غږ ته غوږ نیول او پر اساسي خدمتونو پانګونه شامل دي.
د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق ویلي: «که څه هم یوازې زدهکړې د ماشومانو د کمعمرۍ ودونو د پای ته رسولو لپاره بسنه نه کوي، خو په ښوونځي کې د نجونو ساتل د هغوی د حقونو د خوندیتوب له تر ټولو اغېزناکو لارو څخه دي. له همدې امله، یونیسف یو ځل بیا په افغانستان کې د طالبانو له چارواکو غواړي چې له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر مخ ښوونځي بېرته پرانیزي.»
یونیسف همداراز له کورنیو، ټولنو او سیمهییزو ښکېلو لورو، په ګډون له دیني او ټولنیزو مشرانو، د خدمتونو له وړاندې کوونکو او نړیوالې ټولنې غوښتي، چې د ماشومانو د کمعمرۍ ودونو د پای ته رسولو لپاره ګډې هڅې وکړي.
دغه بنسټ ویلي، په افغانستان کې به له ټولنو، سیمهییزو ښکېلو لورو او خپلو همکارانو سره همکارۍ ته دوام ورکړي، څو د ماشومانو د کمعمرۍ ودونو مخه ونیسي او له هغو نجونو ساتنه وکړي چې له دې خطر سره مخ دي.
یونیسف ویلي، د تنکیو نجونو، په ګډون د هغو نجونو چې په کمعمرۍ کې میندې شوې دي، ملاتړ کوي، څو زدهکړو، د ژوند مهارتونو، روغتیايي خدمتونو، د خوندیتوب خدمتونو او نورو اساسي اسانتیاوو ته لاسرسی ولري.
په افغانستان کې د یونیسف دفتر مشر، تاجالدین اویواله، په یوه اعلامیه کې ویلي: «د نجونو په دې نړیواله ورځ، راځئ د ماشومانو د کمعمرۍ ودونو د پای ته رسولو لپاره خپله ژمنتیا تازه کړو؛ د سالمې ماشومتوب دورې د ودې، زدهکړو ته د لاسرسي لپاره د خپلو هڅو د دوام او د هغو فرصتونو د ملاتړ له لارې چې په افغانستان کې هرې نجلۍ ته دا زمینه برابروي، څو خپل راتلونکی پخپله جوړ کړي.»
طالبانو پر افغانستان له بیا واکمنېدو راهیسې له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر زدهکړو بندیز لګولی دی. د ملګرو ملتونو د شمېرو له مخې، د دې بندیز له امله شاوخوا ۲.۵ میلیونه نجونې له زدهکړو محرومې شوې دي.
د نجونو پر زدهکړو د بندیز له لګېدو وروسته، په افغانستان کې د ماشومانو د کمعمرۍ ودونو د زیاتوالي په اړه هم راپورونه خپاره شوي دي.
