ولایتي شورا

ننګرهار کې یو شمیر خلکو د اعتراض په ډول د ولایتي شورا دروازې وتړلې

اطلاعات روز: ننګرهار کې یو شمېر اوسېدونکو نن (دوشنبه، ۱۳ د غویي) د بې عدالتیو، فساد او ناانډولیو پر ضد د اعتراض په ډول د دې ولایت ولایتي شورا دروازه وتړله.

اعتراض کوونکو ویل، دې ولایت کې د سیمه ییزې حکومتولۍ له خوا د بې عدالتیو، فساد او نا انډولیو په اعتراض کې د ولایتي شورا دروازې وتړلې او که وضعیت داسې دوام وکړي؛ نو د ولایت دروازې به هم ور وتړي.

د اعتراض کوونکو له ډلې یو تن عبدالرحمن معاون وویل، د ولایتي ادارې له لوري ورته ترسره شوی کارونه د منلو وړ نه دي او زیاتره کارونه یې نمایشي دي.

هغه له مرکزي حکومت وغوښتل چې دې ولایت ته دې جدي پاملرنه وکړي او په فساد کې ښکیل چارواکي دې له دندو ګوښه کړي.

هغه زیاتوي: «دلته ننګرهار کې چې کوم کارونه کیږي ټول نمایشي دي یو کار هم بنیادي نه دی شوی نو مونږ ولسونه مجبور یو چې د ولایتي چارواکو پر وړاندې غږ پورته کړو او خپل حق وغواړو.»

په همدې حال کې ولسي استازي هم د خلکو نیوکې پر ځای بولي او وایي، ولایتي اداره د ولس استازو ستونزو ته رسیدنه نه کوي.

د ننګرهار د ولایتي شورا غړی ډاکتر ناصر کاموال وایي، د ولایتي ادارې له لوري د ولس ستونزو ته نه رسیدنه او د ناامنیو زیاتوالی د دې لامل شوی، چې د عام ولس او ولایتي ادارې تر منځ واټن رامنځته شي.

ډاکتر ناصر کاموال زیاتوي: «د ولایتي ادارې له لوري په ښار کې د خپلسریو نه مخنیوی او د ولس له استازو سره د ولایتي چارواکو ناسم او یا د ښو اړیکو نه ساتل ددې لامل شوي چې د حکومت او ولس تر منځ واټن رامنځته کړي، نو د ولس اندیښنه پر ځای ده ځکه ناامنۍ دې ولایت کې زیاتې شوي دي.»

ولسي خلک داسې مهال د ولایتي شورا دروازې د اعتراض په ډول تړي چې تیره ورځ ناوخته د ولایتي شورا د رییس احمد علي حضرت د تره زامنو او نورو خلکو ترمنځ د خپلمنځي شخړې له امله پولیسو د ولایتي شورا د رییس د تره پر زوی ډزې کړي او هغه یې ټپي کړی دی.

ومو غوښتل په دې اړه د ولایتي ادارې نظر هم له ځانه سره ولرو، خو له زیاتو هڅو سره سره یې په نظر اخیستو بریالي نشو.