اسرائیلي ښارګوټو مېشتو په لوېدیځه غاړه کې یو جومات ته اور ورته کړی

اسرائیلي ښارګوټو مېشتو نن (چهارشنبه، د تلې ۲۲مه) د اشغال شوې لوېدیځې غاړې په مخماس کلي کې یو جومات ته اور ورته کړی او د هغه پر بهرنیو دېوالونو یې شعارونه لیکلي دي. فلسطیني سرچینو او د اسرائیلو پوځ دا پېښه تایید کړې ده.

عطا کنعان، د مخماس کلي یو فلسطینی اوسېدونکی چې له دغه جومات څخه په ۵۰ مترۍ کې ژوند کوي، فرانس پرېس خبري اژانس ته ویلي چې د چهارشنبې په نیمه شپه لږ وروسته یې د ښیښو ماتېدو غږ واورېد او سمدستي د ودانۍ پر لور ورغی.

هغه ویلي: «اور په شدت سره بل و. موږ له اوروژنې سره اړیکه ونیوله. ځوانان د اوروژنې په وسایلو زموږ مرستې ته راورسېدل او وتوانېدو چې د اور یوه برخه مهار کړو، مخکې له دې چې لمبې ټول جومات ونیسي.»

د اسرائیلو پوځ فرانس پرېس خبري اژانس ته ویلي چې په جومات کې د شعارونو لیکلو او قصدي اورلګېدنې، او همدارنګه یوه موټر ته د زیان رسېدو د راپور له ترلاسه کولو وروسته یې خپل سرتېري مخماس ته لېږلي دي.

د اسرائیلو پوځ زیاته کړې: «هېڅ شکمن کس نه دی پېژندل شوی.» د دغه پوځ په وینا، د پېښې په اړه څېړنې پیل شوې دي.

د فرانس پرېس خبري اژانس ویډیويي انځورونه ښيي چې اور د جومات دننه غالۍ سوځولې او دېوالونه یې تور کړي دي.

د فرانس پرېس خبري اژانس یوه خبریال راپور ورکړی چې د جومات پر بهرنیو دېوالونو په عبراني ژبه د رنګ په سپرې کولو شعارونه لیکل شوي وو، چې په یوه کې یې راغلي وو: «یوازې دا چې موږ چوپ یو، دا په دې معنا نه ده چې ویده یو.»

کنعان ویلي چې ښارګوټو مېشتو یوه موټر ته هم اور ورته کړی دی. هغه زیاته کړې چې په وروستیو اوونیو کې د کلي اوسېدونکو د دې وېره لرله چې ښارګوټو مېشتي به یې کورونه، په ځانګړي ډول د کلي په څنډو کې پراته کورونه، وسوځوي؛ له همدې امله یې د شپې له‌خوا ګزمې پیل کړې دي.

مخماس د لوېدیځې غاړې په مرکزي برخه کې، د رام‌الله او اورشلیم ترمنځ موقعیت لري. دغه کلی د اسرائیلي مېشت‌ځایونو څو پوستو ته نږدې دی، چې اوسېدونکو یې په وروستیو میاشتو کې څو ځله پر دغه کلي بریدونه کړي دي.

د فلسطین د ملي شورا رییس روحي فتوح پر جومات قصدي اورلګونه «وحشیانه اقدام او د ښارګوټو مېشتو د ترهګرۍ خطرناکه زیاتونه» بللې ده.

د فلسطین ملي شورا د فلسطین د ازادۍ سازمان د پارلمان دنده ترسره کوي.

په وروستیو میاشتو کې د لوېدیځې غاړې پر فلسطینیانو د ښارګوټو مېشتو تاوتریخوالی په څرګند ډول زیات شوی دی. په دغو بریدونو کې فزیکي تاوتریخوالی، د ځمکو او کرنیزو محصولاتو غلا او د عبادت ځایونو، کورونو او نورو ودانیو ویجاړول شامل دي.

د ختیځ بیت‌المقدس له سیمې پرته، شاوخوا درې میلیونه فلسطینیان په لوېدیځه غاړه کې ژوند کوي؛ هغه سیمه چې اسرائیلو له ۱۹۶۷ کال راهیسې اشغال کړې ده.

تر ۵۰۰ زرو ډېر اسرائیلیان هم په دې سیمه کې په هغو مېشت‌ځایونو کې ژوند کوي چې د نړیوالو قوانینو له مخې ناقانونه ګڼل کېږي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
څرگندونې نشته