د طالبانو تر کنټرول لاندې رسنیو راپور ورکړی چې د روسیې د بهرنیو استخباراتو رییس سرګي ناریشکین نن (چهارشنبه، د تلې ۲۲مه) کابل ته سفر کړی دی.
د دغو رسنیو د راپور له مخې، هغه د طالبانو د استخباراتو له عمومي رییس عبدالحق وثیق سره لیدلي او خبرې یې کړې دي.
تر اوسه کابل ته د دغه روسي استخباراتي چارواکي د سفر د موخو په اړه جزئیات نه دي خپاره شوي او نه هم روسي چارواکو او طالبانو په رسمي ډول په دې اړه څه ویلي دي.
روسیه دا مهال د نړۍ یوازینی هېواد دی چې په افغانستان کې یې د طالبانو حکومت په رسمیت پېژندلی دی.
خو دغه هېواد څو ځله په افغانستان کې د ترهګرو ډلو له حضور څخه نیوکه کړې او په دې اړه یې خپله اندېښنه څرګنده کړې ده.
