نړیوالو رسنیو راپور ورکړی چې اوکراین په روسیه کې د مصنوعي ځیرکتیا د پراختیا پر مرکزونو د خپلو بریدونو په دوام، د دغه هېواد تر ټولو لوی ډیټا مرکز د بېپیلوټه الوتکو په وسیله په نښه کړی دی.
د رویټرز د راپور له مخې، د «بالاکوو» په نوم ډیټا مرکز چې د روسیې د تر ټولو لوی بانک او ټکنالوژۍ شرکت «اسبربانک» پورې تړاو لري، نن (چهارشنبه، د تلې ۲۲مه) د اوکرایني بېپیلوټه الوتکو برید کړی دی.
دا مرکز په داسې حال کې په نښه شوی چې تېره اوونۍ هم د روسیې د ټکنالوژۍ شرکت «یاندکس» پر اړوندو ډیټا مرکزونو درې بریدونه شوي وو.
د روسیې د اسبربانک لومړي مرستیال الکساندر ودیاخین د «بالاکوو» پر ډیټا مرکز برید تایید کړی، خو زیاته کړې یې ده چې «د اسبربانک ټول سیسټمونه او خدمات د معمول په څېر او له کومې ستونزې پرته فعالیت کوي».
د روسیې دولتي خبري اژانس «ریا نووستي» په ۲۰۲۴ کال کې راپور ورکړی و چې د اسبربانک دغه ډیټا مرکز، چې نن په نښه شوی، ټاکل شوې وه د روسیې د تر ټولو لوی «سوپر کمپیوټر» کوربه وي. د دغه رسنۍ د راپور له مخې، د یاد سوپر کمپیوټر د فعالیت پیل د ۲۰۲۷ کال لپاره پلان شوی و.
د یاندکس هغه ډیټا مرکزونه چې تر دې وړاندې په نښه شوي وو، د دغه شرکت د ټولو درېیو فعالو سوپر کمپیوټرونو کوربه وو.
یاندکس او د روسیې اسبربانک لا نه دي ویلي چې ایا دغه سوپر کمپیوټرونه، چې د مصنوعي ځیرکتیا د ماډلونو د روزنې لپاره کارول کېږي، د اوکراین په بریدونو کې زیانمن شوي دي که نه.
اسبربانک د خپل اصلي کورني سیال یاندکس ترڅنګ، په روسیه کې د مصنوعي ځیرکتیا د پراختیا له مخکښو شرکتونو څخه ګڼل کېږي.
د روسیې کورنی بازار د اسبربانک د «ګېګاچټ» (GigaChat) او د یاندکس شرکت د «یاندکسجيپيټي» (YandexGPT) ماډلونو ترمنځ وېشل شوی دی.
