د قزاقستان د ترانسپورټ وزارت ویلي، چې د قزاقستان، طالبانو، ازبکستان، پاکستان او ایران چارواکو په آستانه کې د «نوې ورېښمو لارې» د نړیوالې سوداګریزې غونډې په څنډه کې د افغانستان د ترانسپورتي دهلېز پر پراختیا او د منځنۍ او جنوبي اسیا د اوسپنې پټلۍ (CASA) د پروژې پر پلي کېدو خبرې کړې دي.
د منځنۍ او جنوبي اسیا د اوسپنې پټلۍ، چې د «افغان ټرانس» په نوم هم یادېږي، د ترانزیټ او رېلپټلۍ د لېږد رالېږد یوه ستراتیژیکه پروژه ده، چې ټاکل شوې د افغانستان له لارې د منځنۍ اسیا هېوادونه له پاکستان او ازادو اوبو سره ونښلوي.
د ترېنډ خبري اژانس د راپور له مخې، د قزاقستان، طالبانو، ازبکستان، پاکستان او ایران چارواکو په آستانه کې د افغان ټرانس پروژې اوسنی وضعیت او د هغې د عملي پلي کېدو اړخونه ارزولي دي. په دې کې د لارو همغږي، د زیربناوو پراختیا او د توکو د بارولو او لېږد ظرفیت رامنځته کول شامل وو.
دغو چارواکو د پروژې د تمویل پر لارو چارو، د احتمالي پانګوالو او نړیوالو مالي بنسټونو د راجلبولو او د قزاقستان، ازبکستان، افغانستان او پاکستان ترمنځ د همغږۍ پر پیاوړتیا هم خبرې کړې دي.
ساورانبایف ویلي: «نن مو د افغانستان د ترانسپورتي دهلېز د لا پراختیا او د منځنۍ او جنوبي اسیا د اوسپنې پټلۍ د پروژې د پلي کېدو لپاره خپله ګډه لېوالتیا تایید کړه. زموږ لپاره مهمه ده چې له خبرو څخه عملي اقداماتو ته ورسېږو. د دې پروژې پلي کېدل به زموږ د سیمو ترمنځ د ترانسپورټ یوه بله اړیکه رامنځته کړي، د ترانزیټ ظرفیت به لوړ کړي، د توکو د لېږد فرصتونه به پراخ کړي او د اړوندو هېوادونو ترمنځ به سوداګریزې او اقتصادي اړیکې پیاوړې کړي.»
