ملي اردو

لویدیځو ولایتونو کې د جګړې پراخوالی؛ «طالبانو ماتې خوړلې»

خبریال: واجد روحاني

ژباړن: بهادرخان رحماني

د افغانستان لویدیځ ولایتونه په دې ورځو کې د پراخو جګړو شاهد دي. طالبانو ډلې په دې ولایتونو کې د امنیتي ګواښونو کچه لوړه کړې ده. طالبانو په خپلو چریکي بریدونو، موټربمونو او د سړک غاړې ماینونو سره دلوتي ځواکونو ته د مرګ – ژوبلې اړولو پسې دي. د لویدیځو ولایتونو ولایتي شوراګانو او پارلمان کې د دې ولایتونو ځینې استازي، د طالبانو په لاس د ځینو ولسوالیو د سقوط خبرداری ورکوي.

خو ملي دفاع وزارت کې چارواکي وایي، چې په لودیځو ولایتونو کې د طالبانو عملیاتو ماتې خوړلې او پر دې ډلې د دولتي ځواکونو عملیات روان دي.

هرات نور امن نه دی

هرات ولایت روان کال تر بل هر وخت ډېر د طالبانو د پراخو بریدونو شاهد دی. په تازه  پېښه کې طالبانو ډلې په فرسي ولسوالي کې دوه موټربمه والوځول. د یکشنې په ورځ (د غویي په ۱۲مه) دا چاودنې دومره زورورې وې، چې د پولیسو قوماندانۍ ودانۍ او دغه راز څو کورونه او هټۍ یې ویجاړې کړې. د هرات والي سید عبدالوحید قتالي اطلاعات روز سره خبرو کې وایي، چې د طالبانو دې بریدونو پایله کې، پنځه دولتي سرتیري ووژل شول او درې نور ټپيان شول.

د هرات سیمه ییز چارواکي د فرسي ولسوالۍ نسکورېدو ادعا ردوي.

هرات ولایت روان کال تر بل هر وخت ډېر د طالبانو د پراخو بریدونو شاهد دی.

د یوې اونۍ جریان کې طالبانو پر شینډنډ ولسوالۍ هم خپلو بریدونو ته زور ورکړی دی. د شینډنډ اوسېدونکي اطلاعات روز ته وایي، چې ډېرې شپې ورځې د دولتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ نښتې روانې وي. هغوی زیاتوي چې شینډنډ کې یوې اونۍ جګړې ملکیانو ته پراخه مالي زیانونه اړولي دي.

لویدیځ کې د ۲۰۷ ظفر قول اردو پرون (دوشنبه، ۱۳ د غویي) وویلې چې شینډنډ ولسوالۍ کې یې ۲۲ طالبان وژلي او ۱۷ نور یې ټپيان کړي دي.

بیاځلي د هرات والي وایي، چې شپږو ولسوالیو کې هره شپه د دولتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ جګړه روانه وي. هغه ادعا کوي چې طالبان د سولې ټینګښت او د جګړې پای ته ژمن نه دي: «د امریکا متحده ایالاتو سره طالبانو هوکړه لیک لاسلیک کړ او دا په داسې حال کې ده چې موږ دا ۲۰ کاله امریکا سره په سلام علیک تر موخې لاندې نیسي. طالبان د دښمنو هېوادونو مزدوران دي او هغوی نه غواړي چې افغانستان کې ټیکاو راشي.»

د هرات والي له خلکو غواړي چې همداسې د نظام او دولتي ځواکنو ملاتړي و اوسي او د طالبانو وروستیو بریدونو پر وړاندې ودریږي: «طالبان حکومت سره خپلې وروستۍ هڅې کوي، خو هغوی ناکامیږي او موږ یې د ځپلو بشپړ تیاری لرو.» هرات کې روان تاوتریخوالی له خلکو قرباني اخلي. دمګړۍ له پښتون زرغون، شینډنډ، اوبه او ځینو نورو ولسوالیو زیات شمېر کورنۍ نورو سیمو ته خورې شوې دي.

د هرات والي له خلکو غواړي چې همداسې د نظام او دولتي ځواکنو ملاتړي و اوسي او د طالبانو وروستیو بریدونو پر وړاندې ودریږي

۵۰ کلنه رهګذر چې د خپلې کورنۍ پنځه غړي یې شاوخوا درې کاله وړاندې د هرات پښتون زرغون ولسوالۍ کې دولت سره د همکارۍ په جرم په ډزو ووژل: «طالبانو دغه راز مور او پلار هم راته ووژل. جنګ او وروروژنه بس ده او موږ له طالبانو سوله غواړو.»

هرات له څلور میلیونه وګړو او لوړ اقتصادي ظرفیت سره، له ډېر ارزښته برخمن دی، خو د هرات ښار ته د جګړې جغرافیې پراخېدو دننه کېدل، د هراتیانو په جدي اندېښنې بدل شوی دی.

د فراه تلپاتې ناامنۍ

د فراه ولایتي شورا خلکو استازي ادعا کوي چې د بکوا، خاک سفید، ګلستان او د شیبکوه ولسوالۍ په بشپړه توګه  د طالبانو ډلې تر واک لاندې دي او شپږو نورو ولسوالیو کې هم د امنیتي ګواښ کچه لوړه ده.

د دې شورا مرستیال شاه محمود نعیمي اطلاعات روز ورځپاڼې ته وایي، چې باید د امنیتي ځواکونو تشکیل ډېر شي او دغه راز د دې ځواکونو قرارګاوې هم په تجهیزاتو سمبال شي: «فراه کې د دولت کنټرول لاندې سیمې محدودې دي. امنیتي کمربندونه او قرارګاوې، تل د طالبانو تر ګواښ لاندې دي.»

د هغه په وینا، که څه هم د بالابلوک، اناردرې، پشت کوه، لاس و جوین او د پرچمن ولسوالیو مرکزونه د حکومت تر کنټرول لاندې دي، خو دې ولسوالیو ته غځېدلې لارې د طالبانو تر کنټرول لاندې دي.

ولسي جرګه کې د فراه د خلکو استازی عبدالستار حسینی اطلاعات روز سره خبرو کې وایي، چې طالبان ډلې د اناردرې ولسوالۍ نسکورېدو لپاره پر دې ولسوالۍ خپل تمرکز زیات کړی دی: «طالبان غواړي چې اناردره کې قرارګاه ولري او که وکولی شي دا ولسوالۍ کنټرول کړي، حکومت به په سختۍ وکولی شي چې بیاځلي یې کنټرول ترلاسه کړي.»

د پارلمان دا غړی حکومت ته وړاندیز کوي چې د امنیتي ګواښ لېرې کولو او یا کمولو لپاره، باید دې ولایت کې د پوځ ځواکونه پیاوړي شي.

پرلپسې څو ځله مو هڅه وکړه چې د فراه والي تاج محمد جاهد سره د دې ولایت امنیتي حالت په اړه خبرې وکړو، خو نوموړی مرکې ته حاضر نه شو.

فراه د هېواد لویدیځ کې یو له ناامنه ولایتونو دی او په تازه پېښه کې د یکشنې په ورځ د غویي په ۱۲مه، د بالابلوک ولسوالۍ «شیوان» کلي کې د ملي پوځ ځواکونو د حمایوي قرارګاه پوستې سقوط پایله کې، د پوځ له ۲۰ ډېر ځواکونه وژل شوي دي.

په یوې بله پېښه کې د فراه عامې روغتیا رییس عبدالجبار شایق اطلاعات روز ته وایي، چې د دوشنبې په ورځ د فراه ښار دویمې ناحیه کې د لاسي بم چاودنې له امله، د څو ماشومانو په ګډون ۱۸ تنه ټپيان شول.

د فراه ولایتي شورا خلکو استازي ادعا کوي چې د بکوا، خاک سفید، ګلستان او د شیبکوه ولسوالۍ په بشپړه توګه  د طالبانو ډلې تر واک لاندې دي او شپږو نورو ولسوالیو کې هم د امنیتي ګواښ کچه لوړه ده.

بادغیس، د طالبانو تر ګواښ لاندې

تر دریو میاشتو وړاندې، د هېواد شمال لویدیځ بادغیس ولایت کې جنګ د دې ولایت مرکز قلعه نو ښار تر دروازې رسېدلی و، خو اوس د بادغیس سیمه ییزو لوړپوړو چارواکو ادعا کړې، چې جګړه د ښار له دروازې څو کیلومټره لېرې په شا تمبېدلې ده.

د بادغیس والي حسام الدین شمس اطلاعات روز ته وایي، چې د روژې میاشت کې ټوله روژه کې، له بالامرغاب پرته د دولتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ جګړې دوام درلود: «په جوند، مقر، قادس او په ځانګړي ډول اب کمري کې جګړه وه. طالبانو لویې لارې ناامنه کړي خلک ځوروي. دښمن [طالبان] هڅه کوي چې بادغیس کې ناامني رامنځته کړي، خو موږ له بادغیس دفاع ته تیار یو.»

دولتي ځواکونو د بالامرغاب ولسوالي له کنډکه شاتګ کړی. دا کنډک له یو کال زیات د طالبانو ډلې تر سختې محاصرې لاندې و او دې کنډک لپاره په چورلکو اکمالات سخت شوی و.

بادغیس ولایت کې جنګ د دې ولایت مرکز قلعه نو ښار تر دروازې رسېدلی و، خو اوس د بادغیس سیمه ییزو لوړپوړو چارواکو ادعا کړې، چې جګړه د ښار له دروازې څو کیلومټره لېرې په شا تمبېدلې ده.

طالبانو ډلې جوند ولسوالۍ کې د دوی تر کنټرول لاندې سیمو ته د غځېدلو لارو تړل کېدو او د بادغیس سیمه ییزې ادارې له لوري د «ملي دسترخوان» برنامې ځنډېدلو غبرګون کې، د هرات – قلعه نو لویې لارې ترڅنګ، د «سلام» دولتي شرکت په استثنا د نورو مخابراتي شبکو انتنونه او د ترکمنستان وارداتي برښنا پرې کړې ده.

د بادغیس ولایتي شورا مشر عبدالعزیز بیګ اطلاعات روز ته وایي، چې د بادغیس والي حسام الدین شمس په امر، جوند ولسوالي ته ورغلې لارې تړلي او دغه راز د «ملي دسترخوان» برنامې عملي کول ځنډېدلی ده.

دا په داسې حال کې ده چې له دوو کلونو ډېر کیږي چې طالبانو ډله د جوند ولسوالي مرکز تر اقتصادي تحریم لاندې نیولی او دې سیمې ته د لومړنیو توکو لېږد اجازه نه ورکوي.

د بادغیس والي وایي، چې د هرات – قلعه نو لویې لارې تړل، د مخابراتي انتنونو او د ترکمنستان وارداتي برښنا پرې کول، پر سیمه ییزې ادارې او د بادغیس پر خلکو د طالبانو فشار پر بنسټ دي. هغه باوري دی چې دا ډول ګامونه د طالبانو پر وړاندې د خلکو د «نفرت» زیاتېدو لامل کیږي.

د بادغیس سیمه ییز چارواکي ډاډ ورکوي چې د دې ولایت لویو لارو پرانېستو لپاره، عملیاتي برنامې لاس کې لري، څو هر څه ژر وکولی شي چې طالبان د دې لارو له کنټروله لېرې کړي.

د بادغیس ولایتي شورا رییس عبدالعزیز بیګ وایي چې د جوند، قادس، اب کمرې او مقر ولسوالۍ د لوړ امنیتي ګواښ سره مخې دي او حکومت یې یوازې په مرکز کې حاکمیت لري او نورو نقطو کې یې طالبان له جګړې پرته حاکم دي: «ان  طالبان د ولسوالیو په یوې کیلومټرۍ کې دي او ځینې وختونه پر لارو چک پوینټونه اچوي.»

هغه له حکومته غواړي چې د هرات – قلعه نو لویې لارې په اوږدو او ولسوالیو ته ورغلو لارو کې قرارګاوې رامنځته او د طالبانو د خوځښت مخه ونیسي.

د بادغیس والي وایي، چې د هرات – قلعه نو لویې لارې تړل، د مخابراتي انتنونو او د ترکمنستان وارداتي برښنا پرې کول، پر سیمه ییزې ادارې او د بادغیس پر خلکو د طالبانو فشار پر بنسټ دي.

ازبکستاني او پاکستاني جنګیالي

بادغیس کې د ناامنیو زیاتېدو یو لامل، په دې ولایت کې د پاکستاني او ازبکستاني جنګالیو شتون ګڼل کیږي. د بادغیس والي حسام الدین شمس وایي، چې اوس مهال شاوخوا ۶۰ تر ۷۰ ازبکستاني کورنۍ د «ازبکستان اسلامي نهضت» غړي «جمعه بای ازبکستاني» تر نظر لاندې په بالامرغاب کې شتون لري.

هغه له «جمعه بای ازبکستاني» د موټربمونو او د طالبانو د چاودنو برخه کې د «متفکره مغز» په توګه یادوي چې د دې بهرني جنګیالي په شتون سره، طالبانو خپلو بریدونو ته زور ورکړی دی: «جمعه بای، د موټربمونو جوړولو او د چاودنو متخصص دی. طالبانو له دې وګړي او له ډلې یې په خپلو سترو عملیاتو کې ګټنه کوي.»

د بادغیس سیمه ییز چارواکي د طالبانو لیکو کې د پاکستاني جنګالیو پر شتون هم اندېښنه ښیي او هغوی د طالبانو پیاوړتیا لامل ګڼي.

«غور کې تر ټولو ډېر افراطي طالبان»

غور کې هم د طالبانو بریدونو زور اخیستی او ډېر جنګونه په تیوره او ساغر ولسوالیو او د دې ولایت مرکز فېروزکوه ښار لویدیځ کې رامنځته شوي دي.

د غور والي عبدالظاهر فیض زاده اطلاعات روز سره خبرو کې وایي، له ملي دفاع وزارته غواړي چې په دې ولایت کې د طالبانو ځپلو لپاره ډېر ځواکونو او تجهیزات ورولېږي.

د غویي په اوله نېټه د کابل – غور پر لویې لارې د څلور مساپرو په ډزو ویشتلو وروسته، د غور والي وایي، چې پر دې لارې دوه قرارګاوې رامنځته کوي، څو د دا ډول بریدونو مخه ونیسي.

د غور والي د طالبانو له خوا د هېواد شمالي او سوېلي ولایتونو ته د دې ولایت پر دهلېز اووښتو ته په نغوته وایي: «له بده مرغه تر ټولو افراطي طالبان په دې ولایت کې دي او په تېر کې په دې ولایت کې د طالبانو ځپلو لپاره کم پام شوی دی.»

د غور اوسېدونکي د طالبانو له بریدونو تر پوزې راغلي. عبدالرحمن ۲۴ کاله عمر لري او د ساغز ولسوالۍ اوسېدونکی دی. هغه اطلاعات روز ته وایي، چې تېر کال یې خپل ماما چې د پولیسو ځواکونو غړی و، طالبانو سره جګړه کې او دغه راز د عمه زوی یې چې د طالبانو غړی و، دولتي ځواکونو سره جګړه کې له لاسه ورکړل.

غور کې هم د طالبانو بریدونو زور اخیستی او ډېر جنګونه په تیوره او ساغر ولسوالیو او د دې ولایت مرکز فېروزکوه ښار لویدیځ کې رامنځته شوي دي.

«طالبانو ماتې خوړلې»

د ۲۰۲۰ کال فبرورۍ میاشت کې د امریکا متحده ایالاتو او طالبانو ترمنځ د سولې هوکړه لیک له لاسلیک وروسته، په هېواد کې د تاوتریخوالي کچه پام وړ ډېره شوې ده.

 ملي دفاع وزارت، د طالبانو ډله د تاوتریخوالي زیاتېدو مسوول یادوي. د ملي دفاع وزارت مرستیال ویاند فواد امان اطلاعات روز سره خبرو کې وایي، چې د طالبانو ډېری بریدونه په سوېلي ولایتونو او تازه په لویدیځو ولایتونو کې متمرکزه شوي دي.

هغه ادعا کوي چې د طالبانو ډلې لویې برنامې او ستر عملیاتونه د دولتي ځواکونو له خوا ماتې خوړلي او یا په شا تمبول شوي: «د هېواد لویدیځ کې د طالبانو مهم غړي وژل شوي دي. دمګړۍ د افغانستان خلکو په ځانګړي ډول لویدیځو ولایتونو کې د خلکو پر وړاندې د طالبانو ټول قوت د موټربمونو په ګټنې متمرکز دی.»

ملي دفاع وزارت وایي، چې وروستیو اونیو کې یې په لویدیځو ولایتونو کې پر پوستو، استوګنیزو کورونو او ښارونو د طالبانو د موټربمونو له چاودنو مخنیوی کړی دی.

طالبانو په لویدیځو ولایتونو کې خپل بریدونه پراخ کړي. انځور: له ټولنیزو شبکو

هوایي بریدونو کې احتیاط

سیمه ییز چارواکي او د لویدیځ ولایتونو ولایتي شوراګانو او پارلمان کې د دې خلکو استازي له حکومته غواړي چې له ځمکنیو ځواکونو هوایي ملاتړ زیات کړي، څـو د دې ځواکونو د مرګ – ژوبلې کمه شي.

دا چارواکي ټینګار کوي چې طالبان له ملکیانو د انساني ډال یا سپر په توګه په هوایي عملیاتو کې ګټه اخلي.

د هرات والي سید عبدالوحید قتالي وایي، چې طالبان له هوایي بریدونو خوندیتوب لپاره استوګنیزو کورونو ته پناه وړي: «موږ ته هوایي عملیاتو کې د ملکیانو ژوند خوندیتوب مهم دی او تر هغې چې ډاډه نه شو، چې د خلکو ځان او مال ته زیان نه اوړي، تر هغې هوایي عملیات نه کوو.»

د ملي دفاع وزارت وایي، چې د هېواد غرب کې د طالبانو پر مورچلونو هوایي بریدونه دوام لري، خو هغوی په دې عملیاتو کې د ملکیانو ځان او مال ته پام کوي.

د دفاع وزارت مرستیال ویاند فواد امان وایي، چې هوایي ځواکونه له پرمختللو تجهیزاتو سره طالبان په غربي ولایتونو کې تر برید لاندې نیسي: «موږ د هوایي عملیاتو پلي کولو کې ډېر دقت کوو چې له یوې خوا وکولی شو دښمن له منځه یوسو او له بلې خوا د خلکو کورونو او د خلکو ځان او مال ته زیان و نه رسیږي. زموږ هوایي ځواکونه لوړ ظرفیت لري.»