د افغانستان د شنونکو شبکه: په ایټالیا کې افغان کډوال د اقامت د وضعیت له نامعلوم برخلیک او کاري استثمار سره مخ دي

د افغانستان د شنونکو شبکه په خپل نوي راپور کې وايي، په ایټالیا کې افغان کډوال، سره له دې چې د پناه غوښتنې بهیر ته لاسرسی لري او د اقامت اسناد ترلاسه کوي، د اقامت د وضعیت د تثبیت، مناسبو دندو موندلو او په ټولنه کې د ادغام په برخو کې له جدي ستونزو سره مخ دي.

دغه راپور چې د شنبې په ورځ (د تلې ۲۵مه) خپور شوی، ښيي چې ایټالیا د ډېرو افغان کډوالو لپاره وروستی منزل نه، بلکې د نورو اروپايي هېوادونو ته د رسېدو په لاره کې یو تمځای دی.

د راپور له مخې، په ایټالیا کې د افغان کډوالو شمېر په ۲۰۲۵ کال کې شاوخوا ۱۹ زرو ته رسېدلی، په داسې حال کې چې په ۲۰۱۱ کال کې دا شمېر تر څلورو زرو کم و.

د افغانستان د شنونکو شبکه وايي، ډېری افغان کډوال، که په ایټالیا کې د اقامت ترلاسه کولو لپاره راځي او یا غواړي له دې هېواد څخه نورو اروپايي هېوادونو ته ولاړ شي، لومړی د تریسته ښار ته ننوځي. د دې شبکې د راپور له مخې، له ۲۰۲۱ څخه تر ۲۰۲۶ کال پورې نږدې ۳۰ زره افغان وګړي د یوې مودې لپاره په تریسته ښار کې پاتې شوي دي.

د افغانستان د شنونکو شبکې څېړونکي فابریزیو فوشیني لیکلي، ډېری افغان کډوال ایټالیا ته له رسېدو وروسته، په ځانګړي ډول د کرنې، ګرځندوی، ودانیزو چارو او خدماتو په برخو کې کار کوي؛ خو یو شمېر یې له «ټیټ معاش، د رسمي قرارداد نشتوالي، اوږدو کاري ساعتونو او ناامنو شرایطو» سره مخ دي.

په راپور کې راغلي چې د «کاپورالاتو» په نوم پدیده، چې د کارګرانو د استخدام غیررسمي منځګړیتوب او له هغوی څخه ناوړه ګټه اخیستنې ته ویل کېږي، ډېره عامه ده او په عملي ډول افغان کډوال د «استثمار» له خطر سره مخ کوي.

د افغانستان د شنونکو شبکه وايي، په ایټالیا کې ډېری افغان کډوال د خپل ژوند د لګښتونو تر برابرولو سربېره، په خپل اصلي ټاټوبي کې د خپلو کورنیو او خپلوانو د ملاتړ مسوولیت هم پر غاړه لري. د عاید د ژر ترلاسه کولو همدې اړتیا هغوی د ټیټ معاش او استثمارګرو کاري شرایطو پر وړاندې لا زیان‌منونکي کړي دي.

دغه شبکه وايي، ځینو افغان کډوالو، سره له دې چې د اقامت اسناد لري، د نامناسبو کاري شرایطو یا د دندو د محدودو فرصتونو له امله نه دي توانېدلي چې په ایټالیا کې باثباته ژوند جوړ کړي. ځینو نورو بیا د ټیټ معاش او د پرمختګ د روښانه فرصتونو د نشتوالي له امله دغه هېواد پرېښی او د اروپايي ټولنې نورو غړو هېوادونو ته تللي دي.

د راپور لیکوال د څو افغان کارګرانو یادونه کړې چې د تریسته ښار ته نږدې د مونفالکونه په کښتۍ جوړولو فابریکو کې یې د کاري راتلونکي د جوړولو هڅه کړې، خو وروسته یې خپلې دندې پرېښې او د اروپايي ټولنې نورو هېوادونو ته تللي دي.

په راپور کې راغلي چې د دوی د پرېکړې لامل په دنده کې د پرمختګ او له یوې ټاکلې کچې څخه د معاش د لوړولو ناتواني وه. د راپور له مخې، په دې صنعت کې ډېری کارګران د بنګله‌دېش دي او د بنګله‌دېشي کوچنیو شرکتونو او د کارموندنې ادارو له لارې تنظیمېږي.

لیکوال وايي، حتا هغه کډوال چې په ایټالیا کې د کار په موندلو بریالي کېږي، ښايي د ټیټ معاش او د پرمختګ د فرصتونو د نشتوالي له امله دغه هېواد پرېږدي.

له بلې خوا، په ایټالیا کې د افغان وګړو د پناه غوښتنې وضعیت هم د بدلون په حال کې دی.

ایټالیا په تېرو کلونو کې په اروپا کې د افغان کډوالو د پناه غوښتنې د منلو له تر ټولو لوړو کچو څخه یوه لرله؛ خو د راپور له مخې، په ۲۰۲۵ کال کې د پناه غوښتنې د منلو کچه ۸۲ سلنې ته راټیټه شوې ده.

همدارنګه، په ۲۰۲۶ کال کې د اروپايي ټولنې د کډوالۍ د نویو مقرراتو او د ایټالیا د نویو قوانینو پلي کېدو د ځینو غوښتنلیکونو د ارزونې بهیر چټک کړی او «د منفي پرېکړو پر وړاندې یې د اعتراض فرصتونه محدود کړي دي».

د افغانستان د شنونکو شبکه وايي، په ایټالیا کې افغان کډوال د خپل استوګنځي ځای هم بدلوي. د بېلګې په توګه، د ۲۰۲۵ کال په وروستیو کې، کله چې په ټولنیزو رسنیو کې یوه پښتوژبي فعال په ټیک‌ټاک کې له لاکوئیلا ښار څخه خبر ورکړ چې هلته د اقامت اسناد په اسانه ترلاسه کېدای شي، په ناڅاپي ډول دغه ښار ته د افغان کډوالو ورتګ او د پناه غوښتنې د غوښتنلیکونو شمېر زیات شو.

دغه شبکه زیاتوي چې ډېری افغان کډوال ایټالیا د جرمني، اتریش او نورو اروپايي هېوادونو ته د رسېدو لپاره د ترانزیټي لارې په توګه غوره کوي، ځکه په دغو هېوادونو کې د غوره کاري فرصتونو او له خپلو کورنیو او ټولنیزو شبکو سره د یوځای کېدو په لټه کې دي.

د راپور لیکوال فابریزیو فوشیني د افغانستان د یوه «ځوان او تکړه خیاط» یادونه کوي چې د پراتو ښار د ټوکر او جامو د تولید په سیمه کې یې څو ځله د کار موندلو هڅه کړې، خو هر ځل یې د دندې غوښتنلیک رد شوی دی. د دې سیمې ډېری کارځایونه د چینایانو تر مدیریت لاندې دي.

د راپور له مخې، هغه په لومړي سر کې نه پوهېده چې ولې ورسره دا ډول چلند کېږي، خو وروسته یوه پاکستانی خیاط، چې تازه په یوه کارځای کې ګومارل شوی و، ورته وویل چې کارورکوونکو د هغه د اقامت د اسنادو له کتلو وروسته پوه شوي چې نوموړی سیاسي کډوال دی او ښايي د کاري سرغړونو پر وړاندې اعتراض وکړي.

د دغه پاکستاني خیاط په وینا، کارورکوونکو هغه داسې کس ګاڼه چې ښايي ورته «سرخوږی» جوړ کړي.

د راپور لیکوال د ۲۰۲۶ کال د جون یوې پېښې ته هم اشاره کړې چې پکې درې افغان کارګران او یو پاکستانی وګړی په یوه موټر کې دننه سوځول شوي وو. دوه پاکستاني وګړي، چې دغه کسان یې د توت‌فرنګیو د ټولولو لپاره ګومارلي وو، په دې پېښه کې په لاس لرلو تورن شول. دا پېښه د هغو کډوالو کارګرانو پر وړاندې د تاوتریخوالي په چوکاټ کې یاده شوې چې د نه ورکړل شویو معاشونو یا ناعادلانه کاري شرایطو پر وړاندې اعتراض کوي.

فابریزیو فوشیني وايي، دغه بېلګه ښيي چې د «قانوني اقامت اسناد» لرل هم تل د کار فرصتونو ته د لاسرسي معنا نه لري؛ بلکې کله ناکله د کار په ګومارنه کې د تبعیض لامل هم کېدای شي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
څرگندونې نشته