مکرون: د اعتراضونو پر مهال تاوتریخوالی هېڅ توجیه نه لري؛ ټول د غوسې او شرم احساس کوو

د فرانسې ولسمشر امانوئل مکرون ملت ته په خپله وینا کې ویلي چې دی او د فرانسې ټول وګړي د وروستیو ورځو په اعتراضونو کې د رامنځته شوي تاوتریخوالي له امله د غوسې او شرم احساس کوي، ځکه «هېڅ شی» دغه تاوتریخوالی نه شي توجیه کولای.

مکرون دا وینا تېره شپه (یک‌شنبه، د تلې ۲۶مه) هغه مهال وکړه چې یوه ورځ مخکې تر نیم میلیون ډېرو کسانو د ژوند د لګښتونو د لوړېدو او په دولتي ښوونځیو کې د خراب وضعیت پر ضد لاریونونه کړي وو او سړکونه یې نیولي وو.

که څه هم په ډېرو سیمو کې لاریونونه په سوله‌ییز ډول ترسره شول، خو د لیموژ، پاریس، مارسی، لیون، مولوز او سنت اتین په ښارونو کې په ځینو مواردو کې تاوتریخوالی رامنځته شو.

د فرانسې د کورنیو چارو وزارت وايي، د هغو ۵۵۰ زرو کسانو له ډلې چې د شنبې په ورځ سړکونو ته راوتلي وو، ۲۴۰۰ کسان د تاوتریخوالي په تور نیول شوي دي. په نیول شویو کسانو کې هغه کسان هم شامل دي چې د لیموژ ښاروالۍ ودانۍ او په لیون کې یې د ګرځندوی یوه دفتر ته اور اچولی او په پاریس کې یې څو پلورنځي لوټ کړي دي. د نښتو پر مهال د امنیتي ځواکونو زر تنه ټپیان شوي چې د اوو تنو وضعیت یې «نازک» بلل شوی دی.

د سنت اتین په سوېلي ښار کې د پولیسو د یوې لاسي بم چاودنې له امله د یوه ۱۷ کلن هلک ښی لاس پرې شوی او په مولوز ښار کې یوې ۱۷ کلنې نجلۍ خپله یوه سترګه له لاسه ورکړې ده.

مکرون دغه وضعیت «له کنټروله وتلی تاوتریخوالی» بللی او ویلي یې دي: «نن شپه موږ ټول د غوسې او شرم احساس کوو. هېڅ شی دا ډول تاوتریخوالی نه شي توجیه کولای.»

هغه زیاته کړې چې سیمه‌ییز چارواکي کولای شي «د اړتیا په صورت کې» په راتلونکو ورځو کې د ځینو غونډو او لاریونونو مخه ونیسي.

د «فرانس ۲۴» خبري شبکې د راپور له مخې، مکرون د بېړني حالت اعلانولو یا د ګرځبندیز په څېر د سختو اقداماتو له اعلانولو ډډه کړې ده.

د فرانسې ولسمشر ویلي: «د دغو انځورونو په لیدو، موږ ټولو له ځانه وپوښتل: د دغو کسانو په ذهن کې څه تېرېږي؟ فرانسویان څنګه له فرانسې سره داسې چلند کولای شي؟»

هغه د اعتراض کوونکو ترمنځ پر توپیر ټینګار کړی او ویلي یې دي چې باید د هغو لاریون کوونکو ترمنځ چې «مشروع غوښتنې» لري او هغو کسانو ترمنځ توپیر وشي چې «ویجاړۍ او لوټمارۍ کوي».

مکرون ژمنه کړې چې د ده د حکومت چارواکي به د «افراطي کیڼ اړخو حاشیوي ډلو د بلواګرو او هغو ګڼو سرغړوونکو پر وړاندې چې په ښارونو کې یې بې‌مهاره تاوتریخوالی رامنځته کړی، له جوړجاړي پرته چلند وکړي».

دا ناکرارۍ د فرانسې د ولسمشرۍ ټاکنو یوازې څو میاشتې مخکې رامنځته شوې دي. دا ځل منځلاری مکرون نور نه شي کولای په ټاکنو کې نوماند شي او د افراطي ښي اړخي ګوند «ملي ټولنې» نوماندې مارین لوپن په نظرپوښتنو کې مخکښه ده.

لوپن د وروستیو اعتراضونو پر مهال د اور اچونو په غبرګون کې ویلي: «دا ستونزې ښيي چې د مکرون حکومت د لوګي تر سیوري لاندې، ستړی او ګډوډ اداره کېږي.»

خو مکرون په خپله وینا کې ټینګار کړی چې فرانسه د یوې ښې ولسمشرۍ ټاکنې مستحقه ده؛ داسې ټاکنې چې پایله یې د رایو او له ګوندونو سره د بحثونو له لارې وټاکل شي، نه په واټونو کې د تاوتریخوالي له لارې.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
څرگندونې نشته