په کندهار کې طالبانو په دغه ولایت کې په یو شمېر تفریحي سیمو کې د مېلو پر ترسره کولو بندیز لګولی دی.
د کندهار د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور ریاست مسوولینو ویلي، دغه بندیز یې د غیرشرعي کړنو او جنايي پېښو د مخنیوي او په دې اړه د خلکو د شکایتونو په پایله کې لګولی دی.
د دغه ریاست په خبرپاڼه کې ویل شوي چې له دې وروسته به هیچا ته اجازه ورنه کړي چې په مشخصو شویو سیمو کې تفریح وکړي.
د معلوماتو له مخې، طالبانو په کندهار کې د سپین بولدک، تختهپل، ډنډ، پنجوايي او میوند ولسوالیو د ریګونو په سیمو کې پر مېلو بندیز لګولی دی.
په ورته وخت کې، په کندهار کې عامو خلکو د طالبانو دغه پرېکړه غندلې او له هغوی یې غوښتي چې له خپلې پرېکړې بېرته وګرځي.
هر کال د ژمي په رانږدې کېدو سره، سلګونه کسان د رخصتیو په ورځو کې د تفریح لپاره د کندهار د ریګونو سیمو ته ورځي.
طالبانو په کندهار کې د ریګونو په سیمو کې پر مېلو بندیز لګولی
څرگندونې نشته
څرگندونې نشته
