د بم ایښودلو ګواښ؛ له اسراییلو اتریش ته روانې الوتکې په بلغاریا کې بېړنۍ ناسته کړې

د اتریش د هوايي شرکت یوه مسافر وړونکې الوتکه چې له تل‌ابیب څخه ویانا ته روانه وه، د «بم ایښودلو د ګواښ» له ترلاسه کولو وروسته یې خپله لاره بدله کړې او د بلغاریا په پلازمېنه صوفیه کې یې بېړنۍ ناسته کړې ده.

د بلغاریا د ترانسپورټ او اړیکو وزارت ویلي چې دغه الوتکه د یک‌شنبې په شپه (د تلې ۲۶مه) شاوخوا نهه بجې، د بېړني حالت د ۷۷۰۰ کوډ له لېږلو وروسته، د رومانیا له پولې بېرته ګرځېدلې او د صوفیه په هوايي ډګر کې کېناستې ده.

د «ټایمز اف اسراییل» ورځپاڼې د راپور له مخې، د «ایربس اې ۳۲۰» ډوله دغه الوتکه، چې ۵۱ مسافر او شپږ د عملې غړي یې لېږدول، د «او‌اېس ۸۲» الوتنې په شمېره د تل‌ابیب له بن‌ګوریون نړیوال هوايي ډګر څخه پورته شوې وه او د ویانا پر لور روانه وه.

د دې رسنۍ د راپور له مخې، د الوتکې عمله د رومانیا پولې ته د نږدې کېدو پر مهال خبره شوه چې د الوتکې د الوځولو ګواښ شوی دی. له همدې امله یې پرېکړه وکړه چې د امنیتي تدابیرو د پلي کولو لپاره د صوفیه په هوايي ډګر کې ناسته وکړي.

د ګواښ د راپور له ترلاسه کولو وروسته، د بلغاریا چارواکو اړین امنیتي او عملیاتي اقدامات پیل کړل. د دغه هېواد د هوايي ځواک یوه «میګ ۲۹» جنګي الوتکه د مسافر وړونکې الوتکې د بدرګې لپاره پورته شوه او تر صوفیه هوايي ډګره یې ورسره ملتیا وکړه.

الوتکې په پای کې په خوندي ډول د صوفیه په هوايي ډګر کې ناسته وکړه او وروسته ټول مسافر او د عملې غړي ترې ښکته کړل شول.

د بلغاریا د ترانسپورټ او اړیکو وزارت ویلي چې د دغه هېواد چارواکو سمدستي د کړکېچ د مدیریت مرکز جوړ کړ او د ګواښ د ماهیت د معلومولو لپاره یې امنیتي څېړنې پیل کړې.

د ګواښ د سرچینې په اړه «ټایمز اف اسراییل» لیکلي: «ګواښ یوه اتریشي وګړي کړی و چې خپله په الوتکه کې نه و.»

خو د بلغاریا چارواکو په لومړنۍ اعلامیه کې د ګواښ کوونکي هویت او د پیغام د لېږلو څرنګوالی نه دی روښانه کړی او په دې اړه لا هم جزئیات معلوم نه دي.

که څه هم د شپې په اوږدو کې د الوتکې امنیتي پلټنې ترسره شوې، خو د الوتکې له ناستې نږدې ۱۲ ساعته وروسته هم د دې الوتنې په تړاو د چاودېدونکو توکو د موندلو یا شتون په اړه کره معلومات نه دي خپاره شوي.

د الوتکې د مسافرو هویت هم نه دی اعلان شوی. «ټایمز اف اسراییل» لیکلي چې د ځوانانو یوه ډله، چې له تل‌ابیب څخه په ویانا کې د ملګرو ملتونو په یوه غونډه کې د ګډون لپاره روانه وه، په الوتکه کې سپره وه.

دا پېښه په داسې حال کې شوې چې په وروستیو میاشتو کې له اسراییلو سره تړلو الوتنو د امنیتي اندېښنو له امله له ستونزو سره مخ شوې دي. په دې پېښو کې د «فلای دوبۍ» د هغې الوتنې پېښه هم شامله ده چې تل‌ابیب ته روانه وه. په دې پېښه کې مرستیال پیلوټ پر اصلي پیلوټ برید کړی و او په پای کې یوه احتیاطي پیلوټ او د هغه مرستیال، چې د مسافرو په توګه په الوتکه کې سپاره وو، د الوتکې کنټرول په لاس کې اخیستی او په سعودي عربستان کې یې ناسته کړې وه.

خو د تېرې شپې د پېښې په تړاو تر اوسه داسې شواهد نه دي خپاره شوي چې دغه ګواښ له نورو امنیتي پېښو سره وتړي یا یې احتمالي انګېزه «سیاسي یا ترهګریزه» وښيي.

د اتریش هوايي شرکت د پېښې او په صوفیه کې د الوتکې د ناستې پخلی کړی او ویلي یې دي چې د ګواښ د سرچینې او د الوتکې د امنیتي پلټنو د وروستۍ پایلې معلومولو لپاره د مسوولو چارواکو څېړنې روانې دي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
څرگندونې نشته