په کونړ کې د طالبانو د کانونو او پټرولیم ریاست مسوولان وايي، په دغه ولایت کې شاوخوا ۵۰۰ کیلوګرامه قیمتي او نیمهقیمتي ډبرې د څه باندې ۱۵۰ میلیونه افغانیو په ارزښت پلورل شوې دي.
د کونړ لپاره د طالبانو د کانونو او پټرولیم رییس، محمدشیرین حقاني، ویلي چې د دغو ډبرو د پلور مزایده پرون ماښام (دوشنبه، د تلې ۲۷مه) د اسعداباد ښار د قیمتي او نیمهقیمتي ډبرو په بازار کې ترسره شوې ده.
حقاني ویلي چې په دې مزایده کې شاوخوا ۵۰۰ کیلوګرامه قیمتي او نیمهقیمتي ډبرې په ټولیزه توګه د ۱۵۰ میلیونه او ۶۰۹ زره افغانیو په ارزښت پر کورنیو او چینايي سوداګرو پلورل شوې دي.
د هغه په وینا، د دې ټولې پیسې ۱۰ سلنه، چې ۱۵ میلیونه او ۶۰ زره او ۹۰۰ افغانۍ کېږي، د دولتي عوایدو په توګه د طالبانو خزانې ته لېږدول شوې دي.
نوموړي زیاته کړې چې پلورل شوې ډبرې «کونزایټ» او «تورمالین» یا بیروج دي، چې د دغه ولایت د مانوګي او چپېدرې ولسوالیو له کانونو استخراجېږي.
د سرچینو د راپورونو له مخې، دا مهال د کونړ په مانوګي او چپېدرې ولسوالیو کې په سلګونو کانونو کې د کونزایټ، تورمالین، بېریل، کوارټز، مورګانایټ او نورو قیمتي او نیمهقیمتي ډبرو استخراج روان دی.
طالبانو د بیاځلي واکمنېدو راهیسې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې له کانونو څخه د معدني سرچینو، په ګډون د سرو زرو او قیمتي او نیمهقیمتي ډبرو، د استخراج او پلور بهیر چټک کړی دی. ویل کېږي چې طالبان د دغو معدني سرچینو د استخراج او پلور عواید، د ځايي بنسټونو پر پراختیا د پانګونې پر ځای، د خپلو پوځي او اداري لګښتونو د یوې برخې د پوره کولو لپاره کاروي.
