کاپیسا ولایت کې امنیتي مسوولین وایي، د دې ولایت نجراب ولسوالۍ د امنیت مدیر محمد اکبر له خپل زوی سره کابل کې د طالبانو یو کمین کې ووژل شول.
د کاپیسا پولیسو قوماندانۍ ویاند عبدالشایق شورش کوهستاني اطلاعات روز ته وویل، چې دغه پېښه نن (پنج شنبه، ۲۲ لړم) له غرمې وړاندې شاوخوا ۱۱:۳۰ دقیقو کې د کاپیسا – کابل لویې لارې پر اوږدو قره باغ ولسوالۍ کې رامنځته شوې ده.
ښاغلي کوهستاني زیاته کړه، چې د طالبانو په کمین کې د نښتې پر مهال د نوموړي د لېږدوونکي موټر چلوونکی ټپي شوی دی.
هغه ټینګار وکړ، چې دوی هغه مهال د طالبانو کمین سره مخ شول، چې له کاپیسا کابل ته روان ول.
طالبانو ډلې تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
قره باغ د کابل شمال کې یو نا امنه ولسوالي ده، چې په ځینو برخو کې یې طالبان فعاله حضور لري.