طالب

ننګرهار کې د طالبانو د اکمالاتو مسوول او د استخباراتو غړی نیول شوی

اطلاعات روز: د ننګرهار ولایتي مسوولین وایي، په دې ولایت کې امنیتي ځواکونو د وسله والو طالبانو د اکمالاتو مسوول او د استخباراتو غړی نیولی دی.

د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږیاڼي نن (شنبه، ۱۸ د غویي) اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، چې تیره شپه د شينوارو ولسوالۍ په مربوطاتو کې د کورنيو چارو وزارت (۹۹۹) قطعې شپني عملیات ترسره کړي، چې پر مهال د وسله والو طالبانو د اکمالاتو يو تن مسوول «پيرمحمد» له يو بل شکمن کس سره يو ځای نيولی دی.

د خوږیاڼي په خبره همدا راز د یادو عملیاتو پرمهال امنیتي ځواکونو ګڼ شمیر وسلې هم ترلاسه کړي چې په يادو وسلو او مهماتو کې درې کلاشينکوف، يو ميل راکټ، يو ميل لس ډزی ټوپک، څلور د کلاشينکوف شاجورونه او ۳۷۰ مرمۍ، دوه فيره راکټ مرمۍ، يو جيمر، يو عراده بې اسنادو فلډر موټر او نور توکې شامل دي.

خوږیاڼی زیاتوي: «تیره شپه د کورنیو چارو زارت ځانګړو ځواکونو په شینوارو ولسوالۍ کې د عملیاتو پرمهال د وسله والو طالبانو د اکمالاتو مسوول او یو بل کس ژوندی له وسلو او مهماتو سره نیولي دي.»

خوږیاڼی وایي، په ورته مهال د ملي امنیت ځانګړو ځواکونو تیره شپه د بهسودو ولسوالۍ اړوند یوولسمې ویالې سیمه کې د عملیاتو په ترڅ کې د وسله والو طالبانو د استخباراتو غړی شريف الله مشهور په قاري د يو بل شکمن کس سره يو ځای نيولی دی.

هغه وایي، نيول شوي کس د استخباراتي فعاليت ترڅنګ د ماينونو جوړولو برخه کې هم کار کوه او د خپل فعاليت په موخه يې له ريکشاوانانو څخه يې کار اخیسته.

وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.