د برازیل سناتور فلاویو بولسونارو د دغه هېواد د ولسمشرۍ په ټاکنو کې له ماتې وروسته د امریکا متحده ایالتونو ته تښتېدلی دی.
رویټرز خبري اژانس نن (چهارشنبه، د عقرب ۶مه) په یوه راپور کې لیکلي چې بولسونارو او کورنۍ یې فلوریډا ته رسېدلي او د امریکا د بهرنیو چارو وزارت به هغوی ته ویزې صادرې کړي.
د برازیل د ولسمشرۍ ټاکنې څلور ورځې وړاندې ترسره شوې، چې په پایله کې یې ایناسیو لولا دا سلوا د ۵۱ سلنې څخه د زیاتو رایو په ترلاسه کولو سره د ولسمشر په توګه پاتې شو.
بولسونارو چې لا یې هم له لولا څخه خپله ماتې نه ده منلې، د سترې محکمې له هغې پرېکړې څخه د سرغړونې وروسته برازیل پرېښی چې له مخې یې باید خپل پاسپورټ سپارلی وای.
د دغه هېواد سترې محکمې د «پیسو مینځلو» په تور د یوې قضیې له امله له بولسونارو غوښتي وو چې پاسپورټ وسپاري او له هېواده ونه وځي.
خو د فلاویو بولسونارو نږدې سرچینو رویټرز ته ویلي چې فلاویو، مېرمن او دوه لوڼې یې فلوریډا ته رسېدلې دي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت یوه لوړپوړي چارواکي هم تایید کړې چې دغه وزارت به فلاویو بولسونارو او کورنۍ ته یې ویزې صادرې کړي او هغوی ته به امریکا ته د ننوتلو اجازه ورکړي.
د بولسونارو وتل ښايي د امریکا د لویې وچې د دوو ګڼنفوسه هېوادونو ترمنځ اختلافات نور هم ژور کړي. لولا واشنګټن تورن کړی چې د بولسونارو له کورنۍ سره یې دسیسه جوړه کړې، څو هغوی بېرته واک ته ورسوي.
ډونالډ ټرمپ تر دې مخکې ادعا کړې وه چې د فلاویو پلار، ژایر بولسونارو، چې د برازیل پخوانی ولسمشر دی، په دغه هېواد کې له ځورونې او قضايي تعقیب سره مخ شوی دی.
ژایر بولسونارو هم په ۲۰۲۲ کال کې، وروسته له هغې امریکا ته ولاړ چې له لولا څخه یې خپله ماتې ونه منله. نوموړی وروسته بېرته برازیل ته ستون شو، خو کله چې پلویانو یې په برازیلیا کې پر دولتي ودانیو بریدونه وکړل، د کودتا د طرحې په تور په ۲۷ کاله بند محکوم شو.
