کتابتون

پکتیا کې لا هم عامه کتابتون نشته

خبریال : حبیب الله سراب

په عامه کتابتونو کې د هرې علمي طبقې د خلکو لپاره زيات کتابونه موجود وي، چې خلک ورڅخه په بېلابېلو برخو کې د زده کړې او اړونده مسايلو لپاره ګټنه کوي، خو د پکتيا ولايت اوسېدونکي وايي، چې په دې ولايت کې د مجهز عامه کتابتون نشتون له امله دوی نشي کولی، چې له پيسو پرته په وړیا ډول کتابونه ترلاسه کړي، دوی په دې برخه کې د پکتیا د اطلاعات او فرهنګ رياست مسولین پړه بولي.

د دې ولایت د اوسېدونکو په خبره چې په مرکز ګردېز کې پخوا یو عامه کتابتون و، خو اوس له منځه تللی دی.

د مرکز ګردېز اوسېدونکې نوراني همت وايي، په ښار کې د ښځینه وو لپاره د عامه کتابتون نه شتون له وجې زده کړیالانې نشي کولی، چې په شخصي کتابتونونو کې د خپلې خوښې کتابونه مطالعه کړي، هغه په دې برخه کې له اطلاعات او فرهنګ ریاست څخه غوښتنه کوي، چې ګردېز کې د ښځینه زده کړیالانو لپاره هم کتابتون جوړ کړي.

نوموړې وايي: «مونږ په ګردېز کې د ښځینه متعلیمینو لپاره عامه کتابتون نلرو او د کلتوري ستونزو له امله ښځینه زده کوونکې هم نشي کولی چې په ډاډه زړه شخصي کتاب پلورنځیو ته لاړې شي او کتابونه واخلي یا مطالعه کړي، نو د دې لپاره چې د تعلیم کچه لوړه شي، اطلاعات او فرهنګ ریاست باید په ښار کې د ښځینه وو لپاره ځانګړی کتابتون جوړ کړي.»

د مرکز ګردېز اوسېدونکې نوراني همت وايي، باید د پکتیا په کچه په ښار کې یو عامه کتابتون جوړ شي.

په همدې حال کې د څمکنیو ولسوالي اوسېدونکی، شاعر او لیکوال فرید احمد تسکین وايي، د کتابتونونو برخې ته د اړونده ریاست د مسوولینو ته پاملرنه په لرې پرتو سیمو کې ګڼ زده کوونکي او د مطالعې علاقمندان په شخصي پیسو د کتابتونو رانیولو توان نلري، نوموړی وايي، ګردېز کې پخوا یو کتابتون جوړ شوی و، خو اوس یې بندېدو ترڅنګ کتابونه هم ورک شوي دي.

تسکین په دې اړه اطلاعات روز ته وویل: «زه دې ته حیران یم، چې د اطلاعات او فرهنګ ریاست څه کوي او په څه مصروف دي، نورو ولایتونو ته که وګورو په یو ولایت کې څو کتابتونونه جوړ شوي، خو پکتیا کې تر اوسه یو هم نشته، یو و، هغه هم اوس له منځه وړل شوی او کتابتونه یې هم نادرکه دي.»

د پکتیا اوسېدونکي وايي، که د خصوصي سکتور له لارې په دې برخه کې پانګونه وشي او د پکتیا په بېلابېلو سیمو کې عامه کتابتونونه جوړي شي، خلکو ته د معنوي ګټې سربېره به اړوند سکتور له دې لارې مادي ګټه هم تر لاسه کړي.

یو بل تن شاعر او لیکوال احسان کمال بیا وايي، له مطالعې سره د خلکو فاصله زیاته شوې، نو ځکه د کتابتون جوړېدو لپاره هم لېوالتیا نشته. هغه وايي، د پکتیا د اطلاعات او فرهنګ ریاست له لوري د کتابونو راټولو لپاره کمپاین پیل شوی و، خو اوس یې د راټولو کړو کتابونو برخلیک هم ندی معلوم.

احسان زیاتوي: «دلته یوه ستونزه چې مونږ یې وینو، له مطالعې سره د ځوانانو نه لېوالتیا ده، که دلته د مطالعې په ارزښت څوک پوهېدلی، نو دوی به په اړونده ریاست فشار راوړی و، چې پکتیا کې یې عامه کتابتونونه جوړ کړي وای، بله مسله دا ده، چې څه موده وړاندې اطلاعات او فرهنګ ریاست د کتابونو راټولو کمپاین وکړ، ګڼ کتابونه یې ټول کړل، خو مونږ بیا ونه لیدل، چې دوی به څه کړي وي.»

د پکتیا اوسېدونکي وايي، که د خصوصي سکتور له لارې په دې برخه کې پانګونه وشي او د پکتیا په بېلابېلو سیمو کې عامه کتابتونونه جوړي شي، خلکو ته د معنوي ګټې سربېره به اړوند سکتور له دې لارې مادي ګټه هم تر لاسه کړي.

 

په دې ولایت کې د دولسم ټولګي زده کوونکې فرزانې اطلاعات روز ته وویل، انجونې دې ته لېواله دي، چې په یو کتابتون کې د خپلې خوښې کتاب مطالعه کړي، خو د کتابتون نشتون له امله دوی یوازې د ښوونځیو کتابونو ته لاسرسی لري، فرزانه له اړونده اداور غواړي، چې دې برخې ته جړي پام وکړي او په ځینو ښوونځیو کې دې مناسب عامه کتابتونونه جوړ کړي.

هغې په دې اړه داسې وویل: «مونږ اوس یوازې په ښوونځیو کې راکړل شوي کتابونه مطالعه کوو، که مونږ اوس عامه کتابتونونه درلودای، نو د ښوونځیو ترڅنګ به مو ازاده مطالعه هم کولی، خو متاسفانه چې دې برخه کې مونږ ته اسانتیاوې ندي برابرې، غوښتنه مو داده، چې واړه کتابتونونه باید په ښوونځیو کې راته جوړ شي.»

په همدې حال کې بیا د پکتيا د اطلاعات او فرهنګ ریاست مسوولین د خلکو غوښتنې پر ځای بولي او وايي، د دې ولایت په دریو ولسواليو کې عامه کتابتونونه فعال دي او په خبره یې چې د ګردېز لپاره هم پلان لري، چې د ولایت په کچه لوی کتابتون جوړ کړي.

د پکتيا د اطلاعات او فرهنګ ریاست مسوولین وایي، پلان لري چې په دې ولایت کې لوی کتابتون جوړ کړي.

د اطلاعات او فرهنګ ریس صلاح الدین سلیس اطلاعات روز سره په خبرو کې ډاډ ورکړ، چې نږدې وخت کې به په مرکز او ځینو ولسوالیو کې د خلکو د تعلیمي کچې لوړولو په موخه عامه کتابتونونه جوړ کړي.

ښاغلي سلیس زیاته کړه: «مونږ کتابتونه لرو، په درې ولسوالیو کې د ځینو مدني ټولنو له لوري کتابونه راټول کړل شوي او هلته یې خلکو ته عامه کتابتونونه جوړ کړي دي، او پلان مو سږ کال دا دی، چې په ګردېز کې د ولایت په کچه یو لوی کتابتون جوړ کړو او وروسته به بیا نورو ولسوالیو ته هم دغه پروسه وغځوو.»

د لیکوالانو او شاعرانو په باور، چې د ټولنیزو رسنیو زیات استعمال هم د خلکو او کتاب لوستلو ترمنځ فاصله رامنځته کړې ده.