د یمن د حوثیانو له خوا د سعودي عربستان پر رأس تنوره تصفیهخونې له برید وروسته، د نړۍ په بازارونو کې د تېلو بیې تر یوې سلنې ډېرې لوړې شوې دي.
د رویټرز د راپور له مخې، د برېنټ خام تېلو د راتلونکو معاملو بیه نن سهار د ګرینویچ پر وخت په ۸:۵۸ بجو (چهارشنبه، د عقرب ۶مه) د ۱.۲ سلنې په لوړوالي، په هر بېرل کې ۱۱۵.۲۴ ډالرو ته ورسېده.
د دغه رسنۍ د راپور له مخې، د «وېسټ ټېکساس انټرمیډیټ» خام تېلو بیه هم د ۱.۶ سلنې په لوړوالي، په هر بېرل کې ۱۰۱.۵۲ ډالرو ته رسېدلې ده.
د یمن حوثیانو پرون اعلان وکړ چې د بالستیک توغندیو په وسیله یې د سعودي عربستان په ختیځ کې د رأس تنوره تصفیهخونه په نښه کړې او د دغه برید له امله پراخه اورلګېدنه رامنځته شوې ده.
د سعودي عربستان چارواکو تر اوسه پر دغې تصفیهخونې برید نه دی تایید کړی، خو ویلي یې دي چې د دغه هېواد په ختیځو سیمو کې یې د حوثیانو څو توغندي رهګیري او له منځه وړي دي.
سعودي عربستان په نړۍ کې د خامو تېلو له سترو تولیدوونکو هېوادونو څخه دی او د دغه هېواد پر تېلو تاسیساتو برید د نړۍ په کچه د تېلو د عرضې د کمېدو په اړه اندېښنې زیاتې کړې دي.
د یمن حوثیانو له سعودي عربستان سره د جګړو له زیاتېدو وروسته، څو ځله د دغه هېواد د تېلو تاسیسات او هوايي ډګرونه په نښه کړي دي.
