د طالبانو دفاع وزارت وايي، چې د پکتیکا ولایت په انګور اډه کې د تېرې ورځې د نښتې پیل پاکستاني ځواکونو کړی و.
دغه وزارت نن (چهارشنبه، د لړم ۶مه) په یوه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، چې پرون د ماسپښین شاوخوا یوه بجه پاکستان له کوم ګواښ او یا دلیل وړاندې کولو پرته، د بېپیلوټه الوتکو په لېږلو سره د انګور اده پر بازار او د پکتیکا پر کمېسارۍ څلور بریدونه وکړل.
د طالبانو دفاع وزارت زیاته کړې، چې د دوی ځواکونو د دغو بریدونو په غبرګون کې د سیمې په شاوخوا کې د پاکستان پر قرارګاه او پوستو بریدونه وکړل، چې په پایله کې یې یو شمېر پاکستاني سرتېري ووژل او ټپیان شول او د پاکستان پوځي تاسیساتو ته هم درانه زیانونه واوښتل.
دغه وزارت ادعا کړې، چې د پاکستان په بریدونو کې د دوی ځواکونو ته هېڅ زیان نه دی اوښتی.
ځايي سرچینو تېره ورځ ماښام د پکتیکا ولایت په سرحدي سیمه، انګور اده کې د طالبانو او پاکستاني ځواکونو ترمنځ د نښتې خبر ورکړی و.
د سرچینو په وینا، د پاکستان له لوري د توغول شویو مرمیو د لګېدو له امله د انګور اده په بازار کې پر دوکانونو اور ولګېد او ځینې مرمۍ هم پر استوګنیزو سیمو ولګېدې.
پاکستاني چارواکو ویلي، چې د طالبانو د ډزو له امله یو ملکي وګړی وژل شوی او پنځه نور ټپیان شوي دي.
دا په دې وروستیو کې د طالبانو او پاکستان ترمنځ تازه نښته ده. دواړو لورو په تېر یوه کال کې څو ځله په سرحدي سیمو کې خونړۍ نښتې کړې دي.
پاکستان په همدې موده کې د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو، د کابل په ګډون، پر ځینو هدفونو هوايي بریدونه هم کړي، چې په پایله کې یې سلګونه کسان وژل شوي او ټپیان شوي دي.
