بدري :تر ۱۰۰ زره ډير کسان په کانونو کې کار کوي.

د طالبانو د کانونو او پټرولیم وزیر هدایت‌الله بدري وایي، دا مهال په افغانستان کې د کانونو ۳۵۰ تړونونه فعال دي چې له ډلې یې ۴۴ تړونونه د لویو کانونو په اړه دي.

نوموړي ادعا کړې چې د هېواد د کانونو په برخه کې تر ۱۰۰ زرو ډېر کسان پر کار بوخت دي.

بدري دغه څرګندونې په کابل کې د «کانونو د لومړني نندارتون» د پرانیستې په مراسمو کې کړې دي. هغه ویلي، د طالبانو اداره هڅه کوي چې له معدني سرچینو څخه د اقتصاد د پیاوړتیا او د هېواد د پرمختګ لپاره ګټه واخلي.

د طالبانو د کانونو وزیر ټینګار کړی چې د کانونو له استخراج څخه د ترلاسه کېدونکو عوایدو موخه د خلکو او دولت په ګټه د هغو لګول دي.

د طالبانو چارواکو د چهارشنبې په ورځ، د عقرب پر شپږمه، په کابل کې د کانونو د لومړني نندارتون د جوړېدو خبر ورکړ. د نندارتون په پرانیسته کې یې له کورنیو او بهرنیو پانګوالو وغوښتل چې د افغانستان د کانونو د پلټنې او استخراج په برخو کې پانګونه وکړي.

د دوی په وینا، د معدني سرچینو استخراج به د طالبانو د ادارې تر څارنې لاندې ترسره کېږي.

په دې نندارتون کې د طالبانو یو شمېر لوړپوړو چارواکو، د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي، د ریاست‌الوزرا اداري مرستیال عبدالسلام حنفي او د کانونو او پټرولیم وزیر هدایت‌الله بدري ګډون کړی و.

عبدالسلام حنفي ادعا کړې چې په افغانستان کې د طبیعي سرچینو په برخه کې د پانګونې لپاره زمینه برابره شوې ده. هغه د کانونو پر قانوني استخراج هم ټینګار کړی دی.

حنفي ویلي، کورنیو او بهرنیو پانګوالو ته به ځمکې په اجاره ورکړل شي، څو د طالبانو تر څارنې لاندې د کانونو د استخراج او پروسس چارې ترسره کړي.

بلخوا، د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي هم له بهرنیو پانګوالو غوښتي چې د افغانستان د کانونو په برخه کې پانګونه وکړي. نوموړي د دې بهیر د سم او اغېزمن مدیریت پر اړتیا ټینګار کړی دی.

د طالبانو د کانونو او پټرولیم وزارت وایي، د دغه نندارتون د جوړولو موخه د معدني سرچینو د پلټنې، استخراج او پروسس په برخو کې د کورنیو او بهرنیو پانګوالو راجلبول دي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
څرگندونې نشته