د ننګرهار د رسنیو مرکز وايي، د تورخم ترڅنګ د خاناباد په کلي کې د پاکستاني ځواکونو د بریدونو له امله دوو ماشومانو ژوند بایللی او دوه نور کسان ټپیان شوي دي.
یاد مرکز ویلي، دغه بریدونه پرون (چهارشنبه) د پاکستان له لوري شوي دي. د سرچینې په وینا، په ټپیانو کې د «هارو» مؤسسې یو کارکوونکی هم شامل دی.
په ورته وخت کې، په سیمه کې یوه سرچینه وايي، چې د تورخم په بندر کې د طالبانو او پاکستاني ځواکونو ترمنځ جګړه شوې، چې له امله یې یو ماشوم وژل شوی او د یوې مرستندویه مؤسسې دوه کارکوونکي ټپیان شوي دي.
تر دې وړاندې، وړمه ورځ د پکتیکا ولایت په انګور اډه کې هم د افغان امنیتي ځواکونو او پاکستاني پولیسو ترمنځ نښته شوې وه، چې د افغانستان د دفاع وزارت په وینا، په پایله کې یې پاکستاني لوري ته «درانه زیانونه» اوښتي وو.
