د ملګرو ملتونو د نشهیي توکو او جرمونو پر وړاندې د مبارزې دفتر وايي، په افغانستان کې د تریاکو تولید بېرته پیل شوی او د تېر کال په پرتله ۴۰۰ سلنه زیات شوی دی.
د ملګرو ملتونو د نشهیي توکو او جرمونو پر وړاندې د مبارزې دفتر نن (پنجشنبه، د لړم ۷مه) په افغانستان کې د ۲۰۲۶ کال د کوکنارو د کښت او تریاکو د تولید په اړه د خپلې سروې پایلې خپرې کړې.
په راپور کې راغلي: «په افغانستان کې د کوکنارو د کښت ساحه د تېر کال په پرتله ۳۳۰ سلنه او د تریاکو د تولید کچه ۴۰۰ سلنه لوړه شوې ده.»
د دې ادارې د سروې موندنې ښيي چې د روان میلادي کال په اوږدو کې د کوکنارو د کښت ساحه تر ۴۳ زره هکټارو زیاته شوې ده؛ په داسې حال کې چې په ۲۰۲۵ کال کې دغه شمېره شاوخوا ۱۰ زره هکټاره وه. همدارنګه، د تریاکو تولید له تېر کال د شاوخوا ۳۰۰ ټنو څخه نږدې ۱۵۰۰ ټنو ته رسېدلی دی.
د ملګرو ملتونو د نشهیي توکو او جرمونو پر وړاندې د مبارزې دفتر ویلي، که څه هم د کوکنارو د کښت او تریاکو د تولید کچه لا هم په ۲۰۲۲ کال کې د نشهیي توکو تر بندیز مخکې کچې ته نه ده رسېدلې، خو دا زیاتوالی د یاد بندیز له پلي کېدو راهیسې لومړنی ثبت شوی پاموړ لوړوالی دی.
دا په داسې حال کې ده چې طالبان وايي، د کوکنارو د کښت د له منځه وړلو هڅې لا هم په جدي توګه روانې دي او ۲۲ زره هکټاره ځمکه یې د کوکنارو له کښته پاکه کړې ده.
خو ملګري ملتونه وايي، ډېرو بزګرانو د خپلو کښتونو طریقې بدلې کړې دي، څو د پېژندل کېدو او د قانون د پلي کوونکو ادارو له اقداماتو څخه ځانونه وژغوري.
د ملګرو ملتونو د نشهیي توکو او جرمونو پر وړاندې د مبارزې دفتر موندلې چې بزګران د کوکنارو ځینې کوچنۍ کرنیزې ټوټې د غلو دانو د کروندو په منځ کې یا د دېوالونو په احاطه شوو سیمو کې پټوي. ځینې نور بیا د کښت او حاصلاتو وخت بدلوي، څو د پېژندل کېدو خطر راکم کړي.
د ملګرو ملتونو د نشهیي توکو او جرمونو پر وړاندې د مبارزې دفتر اجرائیوي مشرې، مونیکا جوما، ویلي: «د کوکنارو د کښت څلور برابره زیاتوالی ښيي چې د بزګرانو لپاره د مناسبو بدیلونو له شتون پرته د دې کښت دوامداره کمول ستونزمن دي.»
هغې زیاته کړې: «طالبان او نړیواله ټولنه باید د بزګرانو د ټولنو د ملاتړ لپاره په ګډه کار وکړي او د معیشت، کرنیزو زیربناوو او بازارونو ته د لاسرسي په برخه کې د پانګونې له لارې له هغوی ملاتړ وکړي.»
ملګري ملتونه وايي، سږ کال په افغانستان کې د کوکنارو کښت له ۳۴ ولایتونو څخه ۱۶ ولایتونو ته غځېدلی، چې د تېر کال په پرتله پنځه ولایتونه زیات دي.
د ملګرو ملتونو د نشهیي توکو او جرمونو پر وړاندې د مبارزې دفتر د راپور له مخې، په ټولیز ډول په ۲۰۲۶ کال کې په افغانستان کې د کوکنارو د کښت له هرو څلورو هکټارو څخه درې هکټاره په شمال ختیځ کې موقعیت لري. دغه اداره وايي، اوس د افغانستان شمال ختیځه سیمه په هېواد کې د کوکنارو د کښت اصلي سیمه ده؛ په داسې حال کې چې په ۲۰۲۲ کال کې د بندیز تر لګېدو مخکې د کوکنارو ډېری کښت د افغانستان په سوېل لوېدیځ کې کېده.
د ملګرو ملتونو څېړنې ښيي چې د تریاکو بیه لږ راټیټه شوې او په ۲۰۲۵ کال کې د هر کیلوګرام له ۵۷۰ امریکايي ډالرو څخه په ۲۰۲۶ کال کې ۵۰۰ ډالرو ته رسېدلې ده. خو اوسنی قیمت لا هم د بندیز تر مخکینۍ کچې، چې د هر کیلوګرام بیه تر ۱۰۰ امریکايي ډالرو کمه وه، ډېر لوړ دی.
د ملګرو ملتونو د نشهیي توکو او جرمونو پر وړاندې د مبارزې دفتر اجرائیوي مشرې ټینګار کړی: «په افغانستان او د نړۍ په نورو برخو کې د نشهیي توکو د قاچاق د فرامرزي شبکو او د هغوی د جوړښتونو د څېړلو لپاره نړیوالې همکارۍ ته اړتیا ده.»
هغې زیاته کړې چې «د کوکنارو د کښت دوامداره کمښت د قاچاقوړونکو پر وړاندې د قانوني اقداماتو ترڅنګ د پراختیايي لارو چارو غوره کول هم غواړي، څو له بزګرانو ملاتړ وشي».
د ملګرو ملتونو د نشهیي توکو او جرمونو پر وړاندې د مبارزې دفتر په سروې کې راغلي چې په وروستیو کلونو کې د سیمهییزو نشهیي توکو په قاچاق کې د کمښت له راتلو سره سره، دا قاچاق لا هم دوام لري.
دغه دفتر وايي، ښايي قاچاقوړونکو د نشهیي توکو د رسد د ګډوډېدو د مخنیوي لپاره د تریاکو پر پخوانیو زېرمو تکیه کړې وي؛ خو نوې موندنې ښيي چې دغه زېرمې مخ په کمېدو دي.
د ملګرو ملتونو د نشهیي توکو او جرمونو پر وړاندې د مبارزې دفتر د ۲۰۲۶ کال نړیوال راپور هم په اروپا کې د هیرویینو د عرضې د کمېدو لومړنیو نښو ته اشاره کړې ده.
دغه دفتر وايي، د دوامدارې تقاضا او لوړو بیو په مقابل کې د عرضې کمښت ښايي په افغانستان کې د تریاکو د کښت او تولید د زیاتوالي لپاره لا ډېر انګېز رامنځته کړي.
