نیویارک ټایمز: امریکا د پاکستان په همکارۍ لسګونه افغان کډوال بېرته افغانستان ته شړي

نیویارک ټایمز د درېیو امریکايي چارواکو په حواله راپور ورکړی چې د ډونالډ ټرمپ ادارې د امریکا په لویزیانا ایالت کې لسګونه افغان کډوال نیولي او غواړي د پاکستان د حکومت په همکارۍ یې بېرته افغانستان ته وشړي. ټاکل شوې چې لومړۍ الوتکه تر راتلونکو درېیو ورځو پورې ترسره شي.

دې رسنۍ نن (جمعه، د لړم ۸مه) په یوه راپور کې د یوه امریکايي چارواکي له قوله لیکلي چې تمه ده تر ۱۵۰ ډېر افغان کډوال وشړل شي. دا اقدام ښايي په یوه پړاو کې د افغان کډوالو د ډله‌ییز اخراج له تر ټولو لویو عملیاتو څخه وي.

نیویارک ټایمز لیکلي: «د ټرمپ حکومت په دې موخه چې دغه کسان پاکستان ته ولېږي او پاکستان یې له خپلې خاورې د افغانستان له لارې بېرته ستانه کړي، د هغو خنډونو د لرې کولو لپاره یوه لاره موندلې چې تر دې وړاندې یې د زیان‌منونکو افغانانو بېرته ستنول هغه هېواد ته ستونزمن کړي وو، چې ښايي هلته د طالبانو له ځپنې او غچ اخیستنې سره مخ شي.»

د دې رسنۍ د راپور له مخې، په هغو کسانو کې چې د شړلو پلان یې جوړ شوی، د هغو افغانانو خپلوان هم شامل دي چې په افغانستان کې یې له امریکايي پوځ سره مرسته کړې وه. همدارنګه لږ تر لږه یو همجنس‌ګرا نارینه هم په دې ډله کې شامل دی.

امریکا له طالبانو سره ډیپلوماتیکې اړیکې نه لري او نه شي کولای په مستقیم ډول افغانستان ته د دغو کسانو د شړلو بهیر همغږی کړي. سربېره پر دې، ځینو افغان کډوالو د امریکايي قاضیانو له لوري قانوني ملاتړ ترلاسه کړی چې له مخې یې افغانستان ته د هغوی شړل منع دي؛ ځکه داسې اندېښنې شته چې په بېرته ستنېدو سره به د طالبانو له ځورونې او تعقیب سره مخ شي.

امریکايي چارواکو نیویارک ټایمز ته ویلي چې د دغو کسانو د شړلو اصلي موخه افغانستان دی او د امریکا د کډوالۍ او ګمرکونو ادارې (ICE) مامورینو هم نیول شویو کسانو ته دا موضوع څرګنده کړې ده. خو د پلان له مخې، پاکستان به د دغو کسانو د لېږد او د خپلې خاورې له لارې افغانستان ته د هغوی د بېرته شړلو مسوولیت پر غاړه واخلي.

امریکا تر اوسه په رسمي ډول د دغو کسانو د شړلو پلان نه دی اعلان کړی. د دې پلان ځینې برخې تر دې وړاندې بلومبرګ رسنۍ راپور کړې وې.

نیویارک ټایمز وايي، د نیول شویو کسانو له ځینو وکیلانو او درېیو امریکايي چارواکو سره د مرکو له لارې یې، چې د نوم نه ښودلو په شرط یې خبرې کړې دي، د دې پلان جزئیات راټول کړي دي.

دې ورځپاڼې لیکلي چې د یوه افغان د محکمې اسناد ښيي، نوم یې د یوې ځانګړې چارټر الوتکې د مسافرو په نوملړ کې ثبت شوی دی. ټاکل شوې دغه الوتکه د نومبر په لومړۍ اوونۍ کې د لویزیانا ایالت له الکساندریا ښار څخه الوتنه وکړي.

رسنۍ زیاته کړې چې د دوو نورو افغان کډوالو وکیلانو هم د فدرالي چارواکو برېښنالیکونه ترلاسه کړي چې پکې ورته ویل شوي، موکلان به یې د نومبر په لومړیو کې افغانستان ته وشړل شي.

د امریکا د کورني امنیت وزارت ویاند نیویارک ټایمز ته ویلي چې د احتمالي شړلو عملیاتو، د الوتنو د مهالوېش، د مسافرو د نوملړ، د الوتنو د موخو او یا هم د افرادو د قضیو په اړه تبصره نه کوي.

نیویارک ټایمز لیکلي چې په وروستیو ورځو کې د امریکا د کډوالۍ او ګمرکونو ادارې افغان کډوال د دغه هېواد له بېلابېلو برخو څخه د لویزیانا ایالت د کډوالو د ساتنې مرکزونو ته لېږدولي دي.

د راپور له مخې، نیول شوي کسان او د هغوی وکیلان وايي چې د خپلو قضیو او وضعیت په اړه ډېر لږ معلومات ترلاسه کوي او یوازې دومره ورته ویل شوي چې افغانستان ته لېږدول کېږي.

د یوه ۴۷ کلن افغان د برخلیک کیسه

نیویارک ټایمز په خپل راپور کې د محمد په نوم د یوه ۴۷ کلن افغان کیسه هم راخیستې چې له امریکا څخه د شړلو له ګواښ سره مخ دی.

هغه ویلي چې تېر کال هغه مهال د فدرالي مامورینو له خوا ونیول شو چې خپل برېښنايي موټر یې چارج کاوه. تر نیول کېدو وروسته د اوکلاهوما ایالت په یوه مرکز کې ساتل کېده.

محمد له زندان څخه په ټیلیفوني مرکه کې نیویارک ټایمز ته ویلي چې تېره اوونۍ د شړلو لپاره د لویزیانا ایالت یوه زندان ته ولېږدول شو.

هغه ویلي چې کورنۍ یې په ۱۹۸۱ کال کې، هغه مهال چې دی یوازې دوه کلن و، پر افغانستان د پخواني شوروي اتحاد له یرغل وروسته د کډوالو په توګه له هېواده وتلې وه.

د نیویارک ټایمز د راپور له مخې، محمد له څلورو لسیزو ډېر وخت په امریکا کې ژوند کړی او د خپل ژوند ډېره برخه یې په همدې هېواد کې تېره کړې ده. هغه د شل کلنۍ په لومړیو کې د دوو جدي جرمونو له امله محکوم او زنداني شوی و او وروسته یې د دایمي استوګنې حق هم له لاسه ورکړی دی.

محمد ویلي چې بالاخره یې خپله همجنس‌ګرايي ومنله او په ۲۰۲۰ کال کې یې له یوه امریکايي نارینه سره واده وکړ.

هغه نیویارک ټایمز ته ویلي چې په افغانستان کې یوازې همجنس‌ګرايي هم د دې لپاره کافي دلیل ګڼل کېږي چې یو کس زنداني او ان اعدام شي.

د طالبانو له خوا د شکنجه شوي افغان د شړلو هڅه

نیویارک ټایمز د یوه بل افغان نارینه د قضیې اړوند اسناد هم څېړلي دي. د دغو اسنادو له مخې، دغه کس په ۲۰۲۳ کال کې د طالبانو له خوا د خپلې مېرمنې د پخواني افغان حکومت له ادارو سره د اړیکو له امله نیول شوی او شکنجه شوی و.

د ورځپاڼې په لیکنه، د هغه مېرمنې له امریکايي ځواکونو سره مرسته کړې وه؛ هم یې د افغانستان په ملي اردو کې د سرتېرې په توګه دنده ترسره کړې وه او هم یې د ښځینه پولیسو په لیکو کې کار کړی و.

دغه افغان په ۲۰۲۴ کال کې په غیرقانوني ډول امریکا ته داخل شوی او وروسته د دغه هېواد د سرحدي پولیسو له خوا نیول شوی و. نوموړی له هغه وخت راهیسې د امریکا د کډوالۍ او ګمرکونو ادارې په بند کې دی.

د نیویارک ټایمز د راپور له مخې، د هغه د پناه غوښتنې غوښتنلیک د یوه امریکايي قاضي له خوا رد شوی دی.

د دغه افغان وکیل د موکل د هویت د نه افشا کولو په شرط د هغه د قضیې اسناد له نیویارک ټایمز سره شریک کړي دي.

د نیویارک ټایمز په وینا، د امریکا قوانین حکومت له دې منع کوي چې کسان هغو هېوادونو ته وشړي چې محکمې پکې د هغوی د ځورونې او تعقیب احتمال تشخیص کړی وي. خو لا هم څرګنده نه ده چې د هغو افغانانو له ډلې چې د نومبر په میاشت کې د بېرته لېږلو پلان یې جوړ شوی، کوم یو یې له دې ډول قضايي ملاتړ څخه برخمن دی که نه.

دې ورځپاڼې لیکلي چې د امریکا پخوانیو حکومتونو هم په تېرو کلونو کې لږ شمېر افغانان افغانستان ته شړلي او په ځینو مواردو کې یې د دې کار لپاره له درېیمګړو هېوادونو څخه کار اخیستی دی.

خو د راپور له مخې، په هغو پخوانیو الوتنو کې ډېری هغه کسان لېږدول شوي وو چې له جدي جنايي تورونو، په ځانګړي ډول د ترهګرۍ اړوندو تورونو سره مخ وو.

د نیویارک ټایمز په وینا، د «ډیپورټېشن ډاټا پروژې» (Deportation Data Project) معلومات ښيي چې امریکا په تېرو څلورو کلونو کې شاوخوا ۹۷ افغان وګړي بېرته افغانستان ته لېږلي دي. دغه پروژه د کالیفورنیا د برکلي او لاس‌انجلس پوهنتونونو ګډه څېړنیزه پروژه ده چې د عامه اسنادو د ترلاسه کولو له لارې د امریکا د کډوالۍ ادارې معلومات څېړي.

نیویارک ټایمز لیکلي چې راتلونکې اوونۍ پلان شوې د شړلو الوتکه به د افغان کډوالو د ډله‌ییز اخراج په برخه کې د امریکا تر ټولو پراخه هڅه وي.

د راپور له مخې، په هغو کسانو کې چې د شړلو پلان یې جوړ شوی، ځینې یې په قانوني او ځینې نور یې په غیرقانوني ډول امریکا ته داخل شوي دي او یو شمېر یې جنايي مخینې هم لري.

رسنۍ زیاتوي چې د ځینو نیول شویو کسانو وکیلان د خپلو موکلانو د شړلو د مخنیوي لپاره حقوقي اعتراضونه ثبتوي او قضايي هڅې کوي.

تر دې وړاندې «افغان ایواک» (AfghanEvac)، هغه سازمان چې د امریکايي پوځ له پخوانیو افغان همکارانو سره د هغوی د لېږد په برخه کې مرسته کوي، ویلي وو چې د ټرمپ حکومت غواړي په پټه افغان کډوال په الوتکو کې کښېنوي او طالبانو ته یې وسپاري.

دغه سازمان د امریکا له کانګرس څخه غوښتي وو چې د افغان کډوالو د لنډمهاله خوندیتوب لپاره د دواړو ګوندونو له خوا د ملاتړ وړ طرحه تصویب کړي، څو د دغو کسانو د شړلو مخه ونیول شي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
څرگندونې نشته