ننګرهار کې ښوونځی

د ننګرهار مرکز جلال اباد ښار کې د ښوونځي یوه نوې ودانۍ ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

د ننګرهار ولایت مرکز جلال اباد ښار کې د ۱۸ میلیونه افغانیو په ارزښت د «بي بي زینب» په نوم عالي لېسې نوې ودانۍ نن (پنجشنبه، ۲۲لړم) ګټې اخیستې ته وسپارل شوه.

د یادې ودانۍ د پرانیسې په مراسمو کې د ننګرهار والي ضیاالحق امرخیل اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، د بي بي زینب لېسې نوې ودانۍ د هندوستان هیواد په مالي مرسته په دریو پوړونو کې د نهو میاشتو په موده کې جوړه شوې.

د ښاغلي امرخېل په وینا، دغه ښوونځی شل درسي خونې، دوه اداري، يو د لابراتوار او يو د کمپيوټر خونې لري. امرخیل زیاته کړه: «د بي بي زینب لېسې ودانۍ د هند هیواد له لوري د ۹ میاشتو په موده کې د ۱۸ میلیونه افغانیو په لګښت جوړه شوې، چې ورسره به د زده کوونکو ستونزې حل شي.»

ننګرهار یو له هغو ولایتونو دی، چې ډېری زده کوونکي په کې تر شنه اسمان لاندې خپلې زده کړې پر مخ وړي. د ودانیو نه شتون سربېره هلته ګڼو ښوونځیو ته کتابونه هم پوره نه رسیږي او د خلکو په وینا، دوی اړ دي، چې له بازاره کتابونه وپیري.