فلم جوړوونکی

هغه افغان فلم جوړوونکی چې په «کپي کشۍ» پیداکړې پیسې پر فلم جوړونې لګوي

خبریال: حبیب الله سراب

پکتیا کې د فلمونو یو لوبغاړی د کپي کشي له لارې پيسې پيدا کوي او بيرته يې په فلم جوړولو مصرفوي، د نوموړي په خبره له څه مودې راهيسې يې د اقتصادي ستونزو او خراب امنيتي وضعيت له امله فلم جوړونې ته زړه نه دی ښه کړی.

دا ځوان محمد امين حيران  نومیږي او د پکتیا ولايت د سیدکرم ولسوالي اوسېدونکی دی، چې په ګردېز ښار کې د کپي کشي يا ډېنټېنګ ورکشاپ لري.

حيران تر دې دمه درې فلمونه جوړ او خپاره کړي او وايي، که زمینه ورته برابره شي له دې به ښه فلمونه د هنر له لارې تر مینه والو ورسوي.

امین حیران له اطلاعات روز سره په خبرو کې وویل، چې د فلم جوړونې سربېره له تېرو اتلسو کلونو راهیسې د موټر جوړونې په ورکشاپ کې د ښوونکي ترڅنګ ورزشکار استاد هم پاتې شوی دی.

هغه وايي، د «وطن زلمي، بازار او د لستوڼي مار» په نومونو فلمونه په بېلابېلو وختونو کې جوړ کړي، چې په هیواد کې د محلي ټلویزیونونو له لارې خپاره شوي دي.

امین زیاتوي: «ما هغه وخت فلم جوړونې ته مخه کړه، چې هیواد کې ناخوالو او کورنیو ستونزو زور واخیست، په ۲۰۲ کال کې مې د وطن زلمي په نوم فلم جوړ کړ، وروسته مې بیا د خوست ملي ټلویزیون لپاره د بازار په نوم په یو فلم کار وکړ او بیا له هغه وروسته مې په پاکستان او افغانستان کې د لستوڼي مار په نوم فلم باندې کار وکړ، چې هغه فلم د خلکو له لوري ډېر وستایل شو.»

حيران تر دې دمه درې فلمونه جوړ او خپاره کړي او وايي، که زمینه ورته برابره شي له دې به ښه فلمونه د هنر له لارې تر مینه والو ورسوي.

نوموړی زیاتوي، چې د « تقدیر» په نوم یې په ۲۰۱۲ کال کې بشپړ کړ او د اطلاعات او فرهنګ وزارت به لوري تایید هم شو او په خبره یې چې وروسته د ځینو کړیو له لوري د هغه د نشر مخه ونیول شوه.

په دې اړه حیران داسې وايي: «ما څلورم فلم د تقدیر په نوم و، له تېرو دریو فلمونو مې ډېره خواري پرې کړې وه، اطلاعات او فرهنګ وزارت تایید کړ او د خلکو له لوري په دې فلم زه ډېر تشویق هم شوم، خو وروسته د ځینو کړیو له لوري چې نه یې غوښتل خپور شي، مخه یې ونیوله.»

د فلم سناریست او ډايریکټر امین حیران زیاتوي، په جوړیو شویو فلمونو کې يي ډیرې برخې په سوله، امن، د زده کړو عامېدو، د قانون پلي کېدو د فساد او بدو دودونو په له منځه وړو را څرخي.

حیران وايي: «دا چې په ټولنه کې کلتوري، امنیتي او اقتصادي ستونزې ډېرې دي، نو زما ډیری جوړ کړي همدا فلمونه په دغو ناخوالو راڅرخي، د دې فلمونو له لارې مې خلکو ته دسولې، یووالي او هیوادنۍ مینې پیغام وړاندې کړی او په ټولنه کې مې د شته ناوړه دودونو مخینوي لپاره کار کړی دی.»

د فلم سناریست او ډايریکټر امین حیران اوس د اقتصادي ستونزو له امله په کپي کشۍ پیدا کړې پیسې پر فلم جوړونې لګوي.

د امین حیران په خبره چې اوس هم د فلمونو جوړولو علاقه لري، خو د اقتصادي ستونزو له امله نشي کولی، چې په ښه ډول فلمونه جوړ کړي، هغه له اړونده ادارو غواړي، که د فلمونو په جوړونه کې یې مصارفو ته اوږه ورکړي، په سیمه ییزه کچه به په ښه ډول تر خلکو فلمونه ورسوي.

ښاغلي حیران وویل: «دا چې مونږ اوس له اقتصادي ستونزو سره مخ یو، نو له همدې وجې اوس فلم جوړونې لپاره مصارف نشو پرې کولی، اوس مې هم د پخوا په څېر له فلم جوړونې سره شوق او علاقه شته، خو که اطلاعات او فرهنګ ریاست یا نور ملي سوداګر راسره په دې برخه کې همکاري وکړي، له جوړ کړای شویو فلمونو به څو چنده ښه فلمونه نور هم جوړ کړم.»

د پکتیا ولایت اوسېدونکی نجیب الله چې د امین حیران جوړ کړي فلمونه یې کتلي، اطلاعات روز ته وویل، چې د «وطن زلمي» فلم کې یې په ډېره ساده ژبه ځوانان هڅولي، چې د هیواد جوړونې لپاره ملا وتړي او شته ستونزې له منځه یوسي، نوموړی په هیواد کې له انځوریزو رسنیو له مسوولینو غوښتنه کوي، چې د ترکي، هندي او نورو بهرنیو سریالونو پر ځای باید افغاني فلمونه د خپلو ټلویزیونونو له لارې خپاره کړي.

ښاغلي نجیب په دې اړه وویل: «ما چې د امین حیران فلمونه کتلي، نو ډېر په زړه پورې دي، په ډېره ساده او سیمه ييزه ژبه یې ورباندې کار کړی او په ډېر ښه ډول پکې خلکو ته پیغام ورکړل شوی، چې څنګه ځوانان خپل هیواد اباد کړي او یا ستونزو ته د حل لاره ولټوي، که په دې برخه کې د ټلویزیونونو مشران اقدام وکړي او د پردي فرهنګ پر ځای خپل افغاني فلمونو ته ځای ورکړي، نو د کورني سینما برخه به ډېر ژر پرمختګ وکړي.»

د فلم سناریست او ډايریکټر امین حیران زیاتوي، په جوړیو شویو فلمونو کې يي ډیرې برخې په سوله، امن، د زده کړو عامېدو، د قانون پلي کېدو د فساد او بدو دودونو په له منځه وړو را څرخي.

په همدې حال کې د پکتيا د اطلاعاتو او کلتور ریاست مسوولین هم په ټولنه کې د فلمونو رول ډېر مهم بولي او وايي، د شته ناخوالو د له منځه وړلو لپاره په انځوریز ډول ستونزو ته انعکاس ورکول مثبت تمامېدای شي.

دوی د حیران په لاس جوړ شوي فلمونه د هنر له پلوه کره او خورا ګتور یادوي او وايي، هغه ستونزې چې اوس هم په کلیو او بانډو کې شته، د هغوی د مخنیوي لپاره پکې په ښه ډول پیغام وړاندې شوی دی.

د پکتیا د اطلاعاتو او فرهنګ رییس صلاح الدین سلیس اطلاعات روز سره په ځانګړې مرکه کې وویل، چې په انځوریزو رسنیو کې د بهرنیو سریالونو پر ځای باید کورني تولید ته اولیت ورکړل شي.

نوموړي زیاته کړه: «مونږ په هیواد او په تېره بیا په پکتیا کې داسې ښه او با استعداده اشخاص لرو، چې د ښه فلم جوړونې وړتیا لري، امین حیران یې ښه مثال دی، د ده فلمونه چې مونږ کتلي، په واقیت سره چې ډېره زیاته خواري یې ورباندې کړې او په ډېر ښه ډول یې د ټولنې د اصلاح لپاره پکې پیغامونه وړاندې کړي دي.»

د پکتیا د اطلاعاتو او فرهنګ رییس صلاح الدین سلیس اطلاعات روز سره په ځانګړې مرکه کې وویل، چې په انځوریزو رسنیو کې د بهرنیو سریالونو پر ځای باید کورني تولید ته اولیت ورکړل شي.

ښاغلی سلیس وايي، که څوک وغواړي، چې په دې ډګر کې کار وکړي، دوی به یې په مادي او معنوي ډول همکار وي او د کار ټول شرایط به ورته برابر کړي.

هغه وايي: «مونږ تل هڅه کړې، چې هغه ځوانان چې په دې برخه کې کار کول غواړي او فلم جوړونې ته لېوالتیا لري، اطلاعات او فرهنګ ریاست په ټوله مانا له دوی سره همکار دی، که کومې ساحې ته ځي، د امنیت ساتنې او نورو برخو کې به ورته زمینه برابروي.»

روانې جګړې د نورو برخو ترڅنګ سینما  برخې ته تر نورو ډېر زیان اړولی دی، د دې برخې کارکوونکي وايي، د امنیتي ستونزو له امله نشي کولی، چې د فلم په ژبه ټولنه کې شته ستونزې انعکاس کړي.