د سره صلیب نړیواله کمېټه وايي، په افغانستان کې ښځې او نجونې روغتیايي خدمتونو ته د لاسرسي، مسلکي زدهکړو او عاید ترلاسه کولو په برخه کې له ګڼو ستونزو سره مخ دي.
دې سازمان پرون د چهارشنبې په ورځ (د لړم ۱۳مه) پر خپله اېکسپاڼه لیکلي، چې د خپلو ملاتړو پروګرامونو له لارې هڅه کوي د ښځو وړتیاوې پیاوړې او اقتصادي وضعیت یې ښه کړي.
د سره صلیب په وینا، د دوی فعالیتونه د ښځو پر مسلکي زدهکړو، د مهارتونو پر لوړولو او د دوامدار عاید د فرصتونو پر برابرولو متمرکز دي، څو د کورنیو اقتصادي وضعیت پیاوړی او له بېوزلۍ سره د مبارزې وړتیا یې زیاته شي.
دې کمېټې ټینګار کړی، چې د ښځینه روغتیاپالانو روزنه او شتون د ناروغانو د ژوند ژغورلو لپاره حیاتي ارزښت لري او اقتصادي ستونزې او محدودیتونه په افغانستان کې روغتیايي خدمتونو ته د ښځو لاسرسی اغېزمنوي.
دا څرګندونې داسې مهال کېږي، چې د طالبانو حکومت د شپږم ټولګي پورته د نجونو پر زدهکړو بندیز لګولی او په روغتیايي روزنیزو مرکزونو کې یې هم د ښځو او نجونو زدهکړې منع کړې دي.
