افغانستان پاکستان

ولې پاکستان یو پاشلی افغانستان غواړي؟

خبریال: عباس عارفي

ژباړن: بهادرخان رحماني

پاکستان او افغانستان له ډېر وخته د ځمکې او پولې شخړې کې ښکېل دی. د ډیورند فرضي کرښه د دواړو هېوادونو ترمنځ د شخړې کلیشه یي یا تکراري مسله ده. د افغانستان حاکمانو د تاریخ بېلابېلو وختونو کې د ډیورنډ کرښې مسلې په اړه بېلابېل چلند لرلی دی او په وروستیو لسیزو کې د افغانستان ډېری حاکمانو د قومي او سیاسي انګېزو له امله د ډیورند فرضي کرښه په رسمیت نه ده پېژندلې، په داسې حال کې چې د نړۍ ډېری هېوادونو دغه کرښه د افغانستان او پاکستان ترمنځ د رسمي کرښې په توګه پېژني. د ډیورند کرښې ترڅنګ، د پاکستان پوځ او استخبارات، افغانستان د خپل سټراټیژیک عمق په توګه تعریفوي او په حقیقت کې په دې هېواد کې د هند اقتصادي، سیاسي او امنیتي ګټو پر وړاندې خپله نیابتي جګړه مخته وړي.

پاکستان د «اسلام» شتون دلیل له امله له هنده بېل شو او د یو مسلمان دولت-ملت په توګه په سوېلي اسیا کې راښکاره شو. دا هېواد اوسمهال د اسلامي بنسټپالو ډلو او نړیوال ترورېزم، په ځانګړي ډول افغانستان کې د طالبانو ډلې، د ملاتړ او روزنځای په توګه پېژندل کیږي.

اوس چې د افغان سولې خبرې روانې دي، له پخوا اوس ډېر افغان سولې او جګړه کې د دې ختیځ ګاونډي رول زیات او د پام وړ شوی دی. اوس اصلي پوښتنه دا ده چې پاکستان له افغانستانه څه غواړي؟ ایا له طالبانو د پاکستان ملاتړ د کرښې جنجالونو چوکاټ کې راځي؟

پاکستان یو پاشلی افغانستان غواړي

د افغانستان ولسي جرګه کې د خلکو استازی او د طالبانو ټولنپېژندنې کتاب لیکوال ډاکټر جعفر مهدوي اطلاعات روز سره خبرو کې هند سره د پاکستان شخړې ته په اشارې، د افغانستان او پاکستان د شخړو رېښې او شالید په اړه وایي، چې د پاکستان اصلي ستونزه له  هند سره ده. پاکستان له هند سره یو پخوانۍ او ژوره شخړه لري چې د دې شخړو ریښه د پاکستان خپلواکۍ لومړیو کې پر کشمیر سیمې د دواړو هېوادونو پراخو شخړو ته ورګرځي: «ځکه چې هغې وخت کې د افغانستان دولت په ملګرو ملتونو کې د پاکستان خپلواکۍ ته منفي رایه ورکړه چې د نه ملګریتوب بنسټ یې کېښوده او له هغې وروسته د پاکستان او افغانستان حکومتونه تراوسه نه دي توانېدلي چې د دواړو هېوادونو د بې باورۍ دې کړکېچ حل لپاره یوه معقوله او منطقي لاره ومومي.»

د افغانستان ولسي جرګه کې د خلکو استازی او د طالبانو ټولنپېژندنې کتاب لیکوال ډاکټر جعفر مهدوي

مهدوي د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ډیورند کرښې مسلې ته چې د افغانستان دننني سیاست کې یې حساسیتونه رامنځته کړي او د افغانستان حاکمانو د منطقي او پیاوړي دریځ مانع شوې ده، د افغانستان بهرني سیاست ته هم پام کوي او وایي، چې افغان حکومت په بېلابېلو دورو کې د بهرني او سیمه ییز سیاست برخه کې نه دی توانېدلی چې د ګاونډیو هېوادونو د شخړو په اړه د بې پرۍ فعاله سیاست وکړي: «د بېلګې په توګه د افغانستان هر حکومت چې نه دی توانېدلی څو د سیمې او ګاونډیو هېوادونو او سیمې مسایلو په اړه د هېواد بې پریتوب وساتي چې له دې لارې یې د ګاونډیو هېوادونو سره د افغانستان اړیکو ته زیان رسولی دی.»

جعفر مهدوي وایي، چې نړیوال بلوک بندۍ کې د افغانستان حکومتونو نه بې پریتوب، افغانستان کې په شخړو کې د ښکېلو هېوادونو د نښتو مرکز ګرځولی دی، چې له هغې ډلې د هند او پاکستان د شخړې دي: «افغانستان په تاریخي مرحلو کې په نسبي صورت په انزوا او د هند سیاسیي او امنیتي فعالیتونو په  مرکز بدل شوی دی.» پر دې بنسټ څرګنده ده چې پاکستان په خپل زور او ځواک سره د افغانستان خاوره کې د خپل پخواني دښمن هند پر وړاندې فعالیت کوي چې له دې ملاتړونو یو هم د پاکستان پوځ او استخباراتو تر کنټرول لاندې د نیابتي جګړې په توګه له طالبانو ډلې ملاتړ دی.

د افغانستان ولسي جرګه کې د خلکو پخوانی استازی او طالبانو سره د افغانستان اسلامي جمهوریت د مرکچي پلاوي غړی حفیظ منصور اطلاعات روز سره خبرو کې وایي، چې پاکستان غواړي افغانستان کې یو تلپاتې سیاسي نظم رامنځته نه شي او تل د پاکستان تر نفوذ لاندې وي: «پاکستان د یو وران، کمزوري، بې ادارې، بې پوځه او بې قانونه افغانستان په هیله دی. دا هېواد غواړي چې افغانستان یو بې حکومته هېواد، د نظم او هوساینې پرته پاشلی ملت ولري، څو هېڅ وخت د ګواښ احساس و نه کړي. هر ډول حکومت، ان طالباني حکومت چې وکولی شي افغانستان کې نظم او ټیکاو رامنځته کړي، د پاکستان ګټو خلاف ګڼل کیږي.»

د افغانستان ولسي جرګه کې د خلکو پخوانی استازی او طالبانو سره د افغانستان اسلامي جمهوریت د مرکچي پلاوي غړی حفیظ منصور

له دې سره پاکستانیان د افغانستان اوسنۍ لړۍ کې پراخ رول لري او کتل کیږي چې امریکایانو ته د طالبانو پرتله د پاکستان د پوځ او استخباراتو ضمانت ارزښتمن دی او په یو ډول د افغان  سولې یوه خوا ده. دا چې د سولې پروسې په اړه د پاکستان وروستي دریځونه، افغانستان ته د طالبانو د اسلامي امارت د بېرته نه راتګ په اړه دریځ، د خبرو مېز ته د طالبانو استازو بېرته راګرځولو لپاره هڅې او لکه افغان سوله کې د امریکا، چین او روسیې په شان د لویو قدرتونو سیاست سره همغږي، د افغانستان په اړه د دې هېواد بهرنی سیاست په پېچلي حالت کې راولي: «هغه څه چې له دې ټولو سره یې نه شو کولی د افغانستان سولې پروسې او سیاسي راتلونکي په اړه د پاکستان اصلي غوښتنې نادیده ونیسو.»

د سیاسي مسایلو څېړونکی او کارپوه تابش فروغ اطلاعات روز سره خبرو کې پر دې باور دی چې د پاکستان د پوځ سټراټيژستان په دې ښه پوهیږي او ځینې وخت یې اعتراف هم کړی دی، چې افغانستان ته د طالبانو د امارتي نظام راتګ سره موافقه نه دی. ځکه چې د یو دیني او نړیوال منفور رژیم د رامنځته کولو بیه په داسې حال کې چې په خپله پاکستان د افراطیت او جهادګرۍ له ستونزې سره لاس او ګرېوان دی، اسلام اباد لپاره د زغملو نه دی: «د طالبانو مشارکت سره د نوي حکومت تشکیل چې له یوې خوا افغانستان کې د اسلام اباد تلپاتي منځګړیتوب او د کړکېچ مشروعیت کې ښکېل و اوسي او له بلې خوا وکولی شي هند افغانستان له یو باوري شریکه یو منفعله لوبغاړي ته راښکته کړي، د افغانستان سولې او جګړه کې د پاکستان تر ټولو عملي موخه او سټراټیژیکه غوښتنه ده.»

د سیاسي مسایلو څېړونکی او کارپوه تابش فروغ

ښاغلی فروغ وایي، پاکستان تېرو ۲۰ کلونو کې د افغانستان دولت عمده غوښتنې ته چې له ترورېزم سره رښتیني او ژمنه مبارزه او له کرښې هاغاړې د طالبانو من پناه ځایونو تړل دي، د زیاتو ژمنو سره د رد ځواب ورکړی دی. اوس چې هم د افغانستان دولت له اسلام اباده، د پاکستان د اطلاعاتي، تسلیحاتي او سیاسي ملاتړ د پرېکون غوښتونکی  دی، د پاکستان رهبران نه غواړي، داسې امتیاز د افغانستان حکومت ته چې د هغوی په باور د سقوط حال کې دی، ورکړي: «د افغانستان قضیه کې د پاکستان د پوځ جنرالان د اوسني وضعیت ماتولو ته په پام، لږ تر لږه یې نه غواړي. افغانستان کې د یو کاملآ تړلي او غیرډیموکراټیک حکومت تشکیل چې سیمه ییز او نړیوال مشروعیت یې د اسلام اباد د رایو تایید ته اړ وي، د پاکستان د سیاست جوړوونکو اصلي غوښتنه ده. په داسې حال کې چې افغانستان کې هرې سیاسي ډلې ته داسې غوښتنې ته تن ورکول، لوړه بیه لري.»