د روغتیا نړیوال سازمان (WHO) وايي، د افغانستان په ختیځو ولایتونو کې د ډینګي تبې په ناروغۍ د اخته کسانو شمېر مخ پر زیاتېدو دی.
دغه سازمان نن (پنجشنبه، د لړم ۱۴مه) پر خپله ایکسپاڼه په یوه خپاره کړي پیغام کې له افغانانو غوښتي، چې د غوماشو له چیچلو څخه د ځان ساتنې لپاره لازم احتیاطي تدابیر ونیسي او د ناروغۍ د نښو د احساسولو په صورت کې پر وخت ډاکټر ته مراجعه وکړي.
تر دې وړاندې په ننګرهار ولایت کې ځايي سرچینو اطلاعات روز ورځپاڼې ته ویلي وو، چې په دغه ولایت کې د ډینګي تبې پېښې زیاتې شوې دي او دوه ځوانان د دغې ناروغۍ له امله مړه شوي دي.
د سرچینو په وینا، دواړه ځوانان له څو اوونیو راهیسې د ننګرهار په یوه سیمهییز روغتون کې د ساري ناروغیو په څانګه کې تر درملنې لاندې وو، خو یوه یې د لړم په نهمه او بل یې د لړم په لسمه نېټه ساه ورکړې ده.
د ننګرهار اوسېدونکو د دغې ناروغۍ د پېښو له زیاتوالي اندېښنه ښودلې او ویلي یې دي، چې د دې ناروغۍ د خپرېدو د مخنیوي لپاره تر اوسه کافي روغتیايي اقدامات نه دي شوي.
د روغتیا نړیوال سازمان د معلوماتو له مخې، ډینګي یوه ویروسي ناروغي ده، چې د «ایډیس» (Aedes) په نوم د غوماشي د چیچلو له لارې انسانانو ته لېږدول کېږي.
د دې ناروغۍ نښې نښانې لوړه تبه، سر درد، د ملا درد او د بدن په بېلابېلو برخو کې دوامداره خارښت دي.
