د اسرائیلو عرب ګوندونو د حکومت جوړولو لپاره د ګادي آیزنکوټ ملاتړ اعلان کړی

د اسرائیلو د عربي ګوندونو ایتلاف «ګډ لېست» اعلان کړی چې د بنیامین نتانیاهو سیال، ګادي آیزنکوټ به د دغه هېواد د راتلونکي لومړي وزیر په توګه ولسمشر اسحاق هرتزوګ ته ور وپېژني.

د «ټایمز اف اسرائیل» د راپور له مخې، د «ګډ لېست» درېیو جوړوونکو ډلو په یوه اعلامیه کې ویلي، چې دا پرېکړه «د نتانیاهو او د هغه د حکومت واک ته د بیا رسېدو د مخنیوي لپاره د خلکو غوښتنې ته په ځواب کې» شوې ده.

د راپور له مخې، ټاکل شوې د دغو ګوندونو یو پلاوی نن ماښام (پنجشنبه، د لړم ۱۴مه) د اسرائیلو له ولسمشر اسحاق هرتزوګ سره وګوري او ګادي آیزنکوټ د راتلونکي لومړي وزیر په توګه ور وپېژني.

«ګډ لېست» ویلي، که څه هم آیزنکوټ د نتانیاهو په پرتله د ملاتړ ډېرې ژمنې ترلاسه کړې دي، خو دوی باور لري چې د دواړو ترمنځ د ملاتړ د واټن زیاتول ډېر اهمیت لري.

د دغه ایتلاف په باور، دا اقدام کولای شي د حکومت د بدلون لپاره زمینه برابره کړي او د داسې ائتلافي حکومت د جوړېدو احتمال کم کړي چې نتانیاهو ته به په واک کې د پاتې کېدو لاره هواره کړي.

د اسرائیلو پارلماني ټاکنې تېره اوونۍ ترسره شوې دي. په دغو ټاکنو کې د اوسني لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو په مشرۍ ایتلاف ۵۳، د هغه د سیال ګادي آیزنکوټ په مشرۍ د مخالفو ګوندونو ایتلاف ۴۸ او د اسرائیلو عربي ګوندونو ۱۹ څوکۍ ګټلې دي.

خو هېڅ یوه ایتلاف د حکومت جوړولو لپاره اړینې ۶۱ څوکۍ نه دي ترلاسه کړې او اوس اړ دي چې د نورو ګوندونو ملاتړ خپل کړي، څو د حکومت جوړولو لپاره اړین اکثریت ترلاسه کړي.

د «ټایمز اف اسرائیل» د راپور له مخې، د اسرائیلو د راتلونکي پارلمان ۶۷ ټاکل شوي غړي اوس د آیزنکوټ ملاتړ کوي او نوموړی د ملاتړ اکثریت لري؛ خو دا په دې معنا نه ده چې دغه استازي به حتماً د هغه له ایتلاف سره یوځای شي.

د اسرائیلو اوسنی لومړی وزیر بنیامین نتانیاهو په غزه کې د جګړې او له ایران سره د جګړې له امله په خپل هېواد کې هم له پراخو نیوکو سره مخ دی. د راپور له مخې، نوموړی د واک د ساتلو لپاره د خپل سیال په پرتله له کمزوري وضعیت سره مخ شوی دی.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
څرگندونې نشته