کندهارځایي سرچینې خبر ورکوي چې په کندهار کې یو ۲۶ کلن ځوان د خپلو ملګرو له خوا د چړو په ګوزارونو وژل شوی دی.
یوې ځایي سرچینې، چې نه غواړي هویت یې څرګند شي، ویلي چې دا پېښه نن (پنجشنبه، د لړم ۱۴مه) د کندهار ولایت د سپین بولدک ولسوالۍ په نوي کلي کې رامنځته شوې ده.
د سرچینې په وینا، د معصوم په نوم دغه ځوان ته د خپلو ملګرو له خوا زنګ وهل شوی و او له کوره یې غوښتی و. کله چې نوموړی له کوره بهر وتلی، ملګرو یې پرې د چړو ګوزارونه کړي او وژلی یې دی.
په ورته وخت کې، د طالبانو امنیه قوماندانۍ هم د دې پېښې پخلی کړی، خو د وژنې اصلي لامل یې نه دی په ډاګه کړی.
دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې هم په کندهار کې د ورته پېښو راپورونه ورکړل شوي دي.
په کندهار کې یو ځوان د خپلو ملګرو له خوا وژل شوی
څرگندونې نشته
څرگندونې نشته
